کور / تازه خبرونه / د باميان د ولايتي شورا رئيس ووژل سو

د باميان د ولايتي شورا رئيس ووژل سو

تازه خبرونه وايي چي د باميان ولايت د ولايتي شورا رئيس محمدجواد ضحاک د تښتوونکو له خوا وژل سوى دئ.
آزادۍ راډيو وايي جواد ضحاک درې ورځي دمخه له کابل څخه باميان ته ستنېدئ، چي د بغلان او باميان ترمنځ لاره کي نامعلومو وسله والو وتښتاوه.
د پروان چارواکي وايي د جواد ضحاک او يوه بل تن مړى يې په داسي حال کي نن سهار په يوه ليري سيمه کي موندلى چي سرونه يې پرې دي او د جسدونو شاوخوا ته يې ماينونه ايښوول سوي دي.
د نوموړي د تښتوني ګوته په بغلان کي د طالبانو او اسلامي حزب جنګياليو ته نيول کېده، خو دې ډلو تر اوسه څه نه دي ويلي.