کور / شعر / د “همت” او “جهاني” پر پله

د “همت” او “جهاني” پر پله

زمادنروطن خواخوږو
دزمري قام شاعرانو
زماخپلواک ژوندون ته تورو
زماتاریخ ته اتلانو


صدقه موترنامه سم
ترسرونوموواري سم
سپلنی موتر”همت” سم
جارقربان موتر”باري”سم


شکرشکرچي په قام کي
مي لااوس هم عَظَمت سته
په شکووکې حماسې سته
په گیلوکي ئې غیرت سته


زه موپایم په ننگونو
خیر،که اوښکوکي لمبېږم
زه موگورمه سباته
خیر،که نن په غم زنگېږم


هره کرښه موپټۍ ده
زمادزړه پټوزخموته
 هرآوازموویښوونکی
دمرگي په خوب بیدوته


راته لیکئ،راته وایاست
دسوځلي کورحالونه
غمنامې مي دنن ورځي
افسانې مي له پرونه


دې غافلوته وریادي
دنیکونوکارنامې کړئ
دې نااهلوته پېغرونه
دادنن ورځي کانې کړئ


گوندي لږئې سترگي روڼي
گوندي خلاص ئې لږڅه سرسي
گوندي ستاسي ږغ الهام سي
روغ رمټ په کور وکرسي


گوندي ویښ په افسانوسي
حقایق ورته روښان سي
غفلتونه ورپه یادسي
ناپوهۍ ئې په جبران سي


گوندي لاري ته راواړي
داسرکښ یاغي خیالونه
دغه سترگي پرککره
په قرنوبیده سرونه


ورښیاست کنډ و کپري
ورښیاست اوږده مزلونه
ورښیاست دپوهي لاري
دعرفان دکوڅې پلونه


امیدوارئې کړئ سباته
هیله من ئې کړئ ژوندون ته
پر کږو وږو دنن ئې
کړئ روان سیده پرون ته


داگلشن به تازه کیږي
د”باري” په شقایقو
دابیده قام به ویښیږي
د”همت” په حقایقو


اوکویل ــ کاناډا۵ –  جون ۲۰۱۱ع