افغان او ايتلاف ځواکونو په لوی شمېر نشه يي توکي نيولي دي
ايتلافي ځواکونه وايي چي نن يې د افغان ملي اردو سره په ګډو عملياتو کي د نيمروز ولايت په خاش رود سيمه کي د عملياتو په ترڅ کي ۷۵۰ ک.ګ. تارياک ، ۵۰۰۰ ک ګ.سوةډيوم کاربونيټ، ۶۰۰۰ ک.ګ. امونيوم کلورايډ او ۵۰ بېرله په مخدره توکو کي کاريدونکي کيمياوي مواد ترلاسه کړي دي .
ناټو وايي چي د مخدره موادو پر کارځای يې ددغه بريالي عملياتو په ترڅ کي څوک نه دي نيولي .