کوټه: پهيه بنده هړتال
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا اعلان سوي پهيه بنده هړتال په ټوله سهيلي پښتونخوا کي روان دي۔هړتال جوړونکي ګوند داوه لري چي پاکستاني دولت په وار وار زموږ د بريښنا لپاره ډيره اسماعيل خان، ژوب د بريښنا لوي لائن نه راکولو، او په لوي لاس زموږ د بزګرانو، کروندګرو چي ټول ژوند يې پر کرهنه ولاړ دي او زموږ کرهنه د بجلي په ماشينونو اوبه کيږي تباه کولو په زد پهيه بنده هړتال اعلان کړي دي۔ د دې هړتال له عمله د افغان ټرانزيټ ټرين، چمن پسنجر ټرين، چمن سپين بولدک پوله، د سهيلي پښتونخوا ټولي لاري، کوټه چمن کندهار لويه لار، کوټه لورالايي ميختر پنجاب لويه لار، ږوب دانه سر پيښور لويه لار، کوټه خضدار کراچي لويه لار، کوټه سيوي جيکب آباد لويه لار، هوايي لاري چي کوټه هوايي ميدان ته د ټريفک تګ راتګ دريدو له عمله تر اوس محاله يو هوايي جهاز نه راغلي او نه تللي دي۔ او دا رنګه د کوټي د وور ګاډي يا ټرين سټيشن ته نه يو وور ګاډي راغلي او نه وتلي دي۔