کور / هراړخیز / بې ګناه محصلین مه ځوروئ

بې ګناه محصلین مه ځوروئ

خالد افغان زوی
څه موده وړاندې له  سویلي پښتونخوا  څخه یوه ملګري  راته په  مشاعره کې دګډون بلنه راکړې وه ، دغه راز یوکندهار میشتي ملګري هم راته له ډیره وخته  هلته دورتګ ست کاوه ،  ددې دوه ورځني سفر په مهال مې په لاره کې ګام په ګام ډیرې نادودې ، نارواوې  او زړه دردونکي کیسې ترنظر تیرې شوې  چې ان شاءالله یوڅوبه یې دانټرنيټ له لارې نشر ته وسپارم ، ترڅومې  دظلم په رسواکولو او دمظلوم په لاسنیوي کې خپل رول اداکړی وي .


له غزني څخه دکندهار په خوا په روانیدونکي موټر کې ترډیره انتظار وم ، ځکه سپارلۍ کمې وې ، وروسته  یوپه ونه لوړ پوخ عمره سړی موټر ته راوخوت اوله څنګ سره مې کیناست ، سړی خورا غلی وه ، اویوازې یې له ځان سره ساړه اسویلي ایستل ، لږ وروسته چې موټر روان شو هم سړی نه غږېده ، ماچې دده داساړه اسویلي  او ژور سوچونه څارل  زړه مې پرې وسوزید خو کارمې پرې نه درلود ، دلارې په اوږدو کې سړي ورو وسکونډلم اوراته کړه یې . . .
ـــ چیرې روان یې  ؟
ــ کندهار ته
ــ  په کندهار کې وظیفه لرې ؟
ــ نه وظیفه نه لرم ، ولې څه خبره ده ؟
سړي خپله کیسه داسې راته پیل کړه ، زه دمیدان وردګو ولایت دچک دولسوالۍ اوسیدونکی یم ، له ډيره وخته په سعودي عربستان کې مسافریم  اوهورې   خواري مزدوري کوم ، داڅو ورځې کیږي چې کورته راغلی یم ، زما یو وراره دی چې دکندهار پوهنتون دطب په پوهنځي کې زده کړې کوي ، څو ورځې وړاندې لکه چې دکندهار په پوهنتون کې چاودنه شوې وه  ، پرون خبر شوم چې ددې چاودنې په تور دکندهار استخباراتو ۱۲ تنه محصلین نیولي دي ، چې زما وراره هم په کې شامل دی  ، دنوموړي دنیول کیدویوه اونۍ  تېره شوې خو موږ پرون پرې  خبر شوو ، څنګه چې په کورکې بل څوک نه وه ، نوله مجبوري څخه زه له کوره راووتلم ، اودادی اوس کندهار ته روان یم چې درک یې ولګوم  ، ده وویل دا ۲۵ کاله کیږي چې کندهار ته نه یم تللی ، اونه هلته څوک پیژنم ، اوس سخت په سوچ کې یم ، چې هلته ورسیږم څه به کوم ، کومې ادارې ته به ورځم ، له چانه به پوښتنه کوم ، ماخو یوه اداره هم نه ده لیدلې ، دلته خلکو راته ویل چې ښې ډیرې پیسې اورشوت ورنکړې  نوڅوک به دې عریضه هم وانخلي ، نواوس دې خدای فضل کوي چې څنګه به شي .
ماترې وپوښتل چې وراره دې څنګه سړی وه او حکومت ولې نیولی دی ، ده وویل چې نور والله که زه هم خبر یم ، خودومره خبرشوی یم ، چې له دې چاودنې وروسته دکندهار حکومتي چارواکو په پوهنتون کې دوردګو ، کابل ، خوست او کندهار ولایت یوشمیر محصلین نیولي دي ، ده وویل زما وراره خورا دینداره ، بې غرضه او پاک سپیڅلی سړی وه .
نوموړي دغه راز له ماڅخه دکندهار دچارواکو پوښتنه کوله ، چې څنګه خلک دي آیا زما مشکل به زر حل شي اوکه به وځنډیږي ؟ ما دنوموړي د دلاساینې  په خاطر ډاډ ورکړ چې ان شاء الله کوم مشکل به نه وي ، او وراره به دې زرترزره ازاد شي ، خوبیا مې چې ددې پیښې په اړه معلومات وکړ راته معلومه شوه ، چې دکندهار دغه ۱۲ تنه  بې ګناه محصلین دکندهار پنجشیري استخباراتیانو نیولي  دي او معلومه نه ده چې ژر به یې خوشي کړي او کنه ؟
ترکومه چې ماته معلومه ده ، دکرزي دحکومت دملي امنیت په اداره کې لاهم دشمال ټلوالې متعصب ټوپکوال بشپړ واکمن دي ، په کندهار کې هم دملي امنیت ټیټ پوړي پرسونل سیمیز چارواکي دي ، خواصلي واک ټول دټلوالې دمتعصبو  لنډغرو په لاس کې دی ، داتعصب پالونکي ډیرځله یوازې دځورولو او انتقام ګیرۍ لپاره خلک نیسي  ، لکه تېر کال یې چې په بیا بیا په سلګونو کندهاریان زنداني کړل او له ځورولو وروسته یې بیرته خوشي کړل .
داسې ښکاري لکه داځل چې دوی په محصلینو باندې خوا سړوي  ، نوځکه یې زنداني کړي دي  ، که نه داخو له عقله وتلې ده ، چې دیوه بم په چاودونه کې دې دمختلفو ولایاتو ګڼ شمیر محصلین اشر شوي وي .
لوړ حالت دیوه تن نیول شوي محصل دیوه قریب دزړه بړاس وه چې زما لپاره ترزغم پورته وه ، دغه نیول شوي محصلین ټول همداسې قریبان او کورنۍ لري ، هیله ده ددوی ستونزې درک کړل شي ، او ژرترژره یې سپيناوی وشي .       نوربيا