په کاپيسا کي پر فرانسويانو او وردګو کي لوړ پوړو چارواکو بريد سوی دی

د لراوبر اداره | جون 15th, 2011


نن دلسوبجو په شاوخوا کې دکاپيساولايت مرکز محمود راقي کې دولايت دفترته په نيزدې سيمه کې ديوه ځانمرګي بريد له امله ۱۲ تنه کورني او فرانسوي عسکر قتل ګڼ نورټپيان شول ،دا خبره دطالبانو لخوا خپره سوې خبرپاڼه کي راغلې ده ، ذبيح الله مجاهد وايي دغه بريد د محمدعيسي لخوا دپلنکوچ موټرپه واسطه په داسې حال کې ترسره شوچې نن په افغانستان کې دفرانسې سفيرغوښتل محمود راقي ته ولاړشي چې په سيمه کې دفرانسوي خاصو ځواکونو لخوا ورته مخکې له وړاندې نه ټينګ امنيت نيول شوی وه او دغه خاص فرانسوي ځواکونه هدف وه  چې پورته مرګ ژوبله ور واوښته . ناټو تر اوسه ددې مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي خپاره کړي .


طالب وياند وايي د وردګو ولايت سيدآباد ولسوالۍ دټوپ دښتې په لويه خارجې روزنيزه قرارګاه کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې دکابل ادارې مرستيال کريم خليلي او هم دکابل ادارې دکورنيو چارو  وزير بسم الله خان محمدي هم پکې برخه لرله چې غونډه دلري څخه د ذبيح الله مجاهد په وينا دمجاهدينوتر کاري توغندويي ګوزارونولاندې راغله او غونډه ګډه وډه شوه خو دتلفاتو په اړه لاهم تحقیقات روان دي چې وروسته به يي له تاسو سره شريک کړو .


دولت تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي خپاره کړي .


 

Copyright Larawbar 2007-2024