کور / تازه خبرونه / چارواکي: دطالبانو يو قوماندان ووژل شو

چارواکي: دطالبانو يو قوماندان ووژل شو

دزابل امنيتي چارواکي وايي چې دهغه ولايت په مېزانه ولسوالي کې دسختي جګړې پر مهال دطالبانو ديوه   سيمه ييز قوماندان ملا عبدالرحيم په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور سخت ټپيان دي . جګړه وروسته له هغه وشوه چې وسله والو طالبانو دافغان او ايتلافي ځواکونو پر کاروان وسله وال بريد وکړ او په ځوابي بريد کې هغوى ته مرګ ژوبله ورواووښته . دمېزاني ولسوال محمد يونس اخند زاده وويل چې افغان او نړۍ والو ځواکونو ته په دې لنډ مهالې جګړه کې تاوان نه دى رسېدلى .