کور / تازه خبرونه / الظواهري د اسامه بن لادن ځای ناستی وټاکل سو

الظواهري د اسامه بن لادن ځای ناستی وټاکل سو


د القاعده شبکې دوهم نفر ايمن الظواهري د اسامه بن لادن د مرګ تر اعلان يوه نيمه میاشت وروسته نن د القاعده ډلي د مشر په توګه وټاکل سو ، دا خبر د العربيې تلويزيون او يو شمېر نورو عربي چينلونو له لاري خپور سو ، په دې خبر کي د الظواهري له خولې راغلي چي په اسلامي هيوادونو کي به د امريکا د پوځي ستون په له منځه وړلو کي د اسامه بن لادن تګلاره عملي کوي .


دنوموړي په اړه ويل کېږي چي ډيورنډ کرښي ته څېرمه قبايلي پټو سيمو کي اوسيږی ، دا خبره د تېرو لسو کلونو راپه دې خوا د اسامه بن لادن په اړه هم کېدله خو اوباما پخپله اعلان وکړ چي هغه د تېرو شپږ نيمو کلونو راهيسي د اسلام اباد څنګته د ايبټ اباد په يوه با امنه پوځي سيمه کي د خپلي کورنۍ سره يوځای مېشت و او هلته دامريکايانو لخوا ووژل سو .


ايمن الظواهري د اسامه بن لادن سره د کلونو ګډکار د تجربو له امله په القاعده ډله کي ددې سازمان د مشرتابه لپاره مناسب سړی بلل کيږي .