كندهار:صحت رياست ،داسهال ناروغي زياته سوې

حاجی پوپل | جون 16th, 2011


دعامي روغتياكاركونكې واييې چې دحفظ الصحيې دنه مراعت له كبله موسمي ناروغى زياتي شوي اوپه ماشومانوكې داسهال ناروغي زياته سوې
دنوموړي ادارې چارواكي وايې چې له دغي ناروغۍ څخه زيات ماشومان كړېږي اوكه دروغتياپالانوصحي مشوروته غوږ ونه نيول شوي نوگڼي نوري موسمي ناروغۍ به هم رامنځ ته سي.
د کندهار د عامي روغتيا مرستيال ډاكتراحمدالله فيضي خبريالانوته وويل چي د نورو کلونو په پرتله سږ کال دهوا په تودېدو سره د نس ناستي د ناروغۍ زياتي پيښي ورسره ثبت سوي دي.
ډاکټر فيضي وايې چي ددوى له خوا د تر سره سو سروې ګانو له مخي دغه ناروغي په ښار او ولسواليو کي دتېرپه پرتله زياته سوې ده او ډېره برخه ناروغان يې کوچنيان اوپه ليري پرتو کليو کي مېشت خلک جوړوي.
ډاكترفيضي زياته كړل چې ددې ناروغۍ عمده لاملونه د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسى، د چټلو غذايې موادو څخه استفاده کول، ماشومانو ته د چوشک له لاري پوډري شيدې ورکول او د مېوو او سبزيو چي تازه خوړل کيږي سم نه پرېولل ددې لامل کيږي چي د نس ناستي ناروغي د انسان وجود ته لاره پيدا کړي.
ډاکټر فيضي پر ميندو او پلرونو ږغ وکړ څو د خپلو کورنيو او ماشومانو حفظ الصحي ته پاملرنه زياته کړي او ددې ډول انتاني ناروغيو په مخنيوي کي د روغتيا رياست سره مرسته وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024