کور / تازه خبرونه / پکتيا: قومونوديووالي اوسولې دټينګښت په موخه غونډه وکړه

پکتيا: قومونوديووالي اوسولې دټينګښت په موخه غونډه وکړه

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت معين محمد يعقوب احمدزي په پكتيا ولايت كې د يوې لويي غونډې په ترځ كې چې سلګونه پكتياوالو قومي مشرانو پكي ګډون درلود غوښتنه وكړه چې د سولې په راوستو او د هيواد په ابادولو كې له دوي سره مرسته وكړي .
يعقوب احمدزي د سولې په راوستو كې د قومې مشرانو ونډه مهمه وبلله او زياته يې كړه چې دوي به په سيمو كې د قومي مشرانو په مټ له وسلوالو طالبانو سره د خبرو زمېنه برابره كړي .نوموړي دا هم وويل چې هغه وسلوال كسان چې له دولت سره يو ځاي كيږي دې يو منظم پلان له مخې به دوي ته د كار زمېنه برابره كړي .
په غونډه كې قومي مشرانو په دولت نيوكې وكړې چې د قومي مشرانو رول او ژوند ته پاملرنه نه كوي .دوي دا هم وويل هغه قومي مشران چې له دولت سره يو ځاي شوي وژل شوي ،نيول شوي او ګواښل كيږي
په غونډه كې د ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي په خپلو خبرو كې وويل چې دوي د سولې د شورا د جوړيدو ملاتړ كوي خو غوښتنه يي وكړه چې دا جرګې ولسواليو ته وغځول شي .احدي دا هم وويل چې د ځيني وزارتونو تعصبي چلندونه د قومي مشرانو د خپګان لامل كيږي

تيره ورځ هم په ځاځي اريوب ولسوالي كې قومي مشرانو دې يوې پراخي غونډې په ترڅ كې د سولې په راوستو كې له دولت سره د مرستې سيني وډبولي
دا لومړي ځل نه دې چې د سولې په راوستو كې د قومي مشران د رول په اړه غونډه جوړيږي له دې وړاندې هم د پكتيا په څمكنيو او جانخيلو ولسوالي كې ورته غونډې جوړي شوي وي . .