کور / هراړخیز / زورواکان ميندي ځوروي

زورواکان ميندي ځوروي

دهیوادویاړلومیندو! په هیوادکې زورواکان ستاسودزوریدنې څخه لاس نه اخلي
که څه هم څوورځي دمورد نړیوالې ورځي څخه تیریږي چې زه په لیکنه پیل کوم ځکه د موردمقدس نوم ددرناوی وعدي دزورواکوپه خولوکې دومره ډیراوړی اوراوړی چې مایې لیکنه وځنډول ولې بیاهم غواړم دافغاني مظلومومیندودستونزویوه ډیره کوچني برخه رابربنډه کړمه . نن مې یودوست دهیواددښځودناورین حالت څوزړه بنګونکې انځورونه راولیږل چې زما دهڅونې عامل وګرځیدل . په انځورونوکې په ښکارزموږدڅو مظلومومیندوزبیښل شوی اوپه خاورولړلي څیرې ترسترګوکیږي چې دولسي متل پر بنسټ دکافربه هم زړه پروخوږیږی ولې زموږدهیوادسخته زړه زورواکان غوماشه لا هم نه چیچي اودتیروتنوغوړووعدوڅخه لاس نه اخلي .



هرکال دمورپه نړیواله ورځ غټې غونډې جوړیږي اودهرواکدارلخواډول ډول غوړي وعدي کیږي اوزه باورلرم چې ددغوغونډولګښت به څوبرابره جګ ښودل کیږي چې هم خپل د جیبونوچاره وکړی اوهم نړیوالوته وښیې چې موږڅومره دښځواوپه ځانګړې ډول میندوته درناوی لرو.
تیره ورځ دښځودچارووزیری اغلي حسن بانوغضنفردموردورځي په ویاړپه یوه غونډه کې ویناکوله نوپه غونډه کې یې دکونډیانوبې سرپرسته میندوشمیره دوه میلیونه وښودل .


هیوادوالو! اټکل وکړی چې دافغانستان په څیرجګړه ځپلي هیوادکې چې دومره بې سرپرسته کونډیاني وی ، څوک په دی چوراوچپاول کې ددوی دژوندپه تړاوسوچ وکولای شی . که نور هم میلیاردونه ډالره افغانستان ته راشی ، دغومظلومومیندوته به یې ونډه دومره ورسیږي چې د راغلومرستوپه پرتله به په هیځ کې حساب شی . په افغانستان کې ددی غم نشته چې دبې وزلو لپاره دپروژوجوړونه دکاري پروګرام په سرلیک کې قرارولري . یوازې څونمایشي پروژی چې دتلویزیون خبرونه په غوښن کړي بل عملي څه خونه ترسترګوکیږی . داځکه چې دهیواد ولسي جرګه دخپلودرغلیوپه ناورین اخته ده اودمیزوپه ټکولومعاش ځانته حلالوي . ولسمشربیچاره د خپلووزیرانودځای پرځای کولوپه ستونزه اخته دی نوځکه دځانګړې محکمې تیره توره یې دولسي جرګې دیاغي استازوپرسرځړولي ده . دولسمشرمرستیالان خپلې ستونزې لري . ولې ددی زورواکانوګډه ستونزه دجیبونودومره ډکول دي چې دخپلوکړوسیانوغم هم باید وخوري . ددی مشرانودژوند کچه لږترلږه ترخپلولویدیزوسیالانوکښته نه وي . نوټولې هڅې دجایدادونود رانیولو ، په بهرنې مصونوبانکونوکې دپیسوذخیره کول اوپه ډوبې کې دابرومندو ودانیورانیولو باندې راڅرخي ، چې نورهرڅه یې هیردي . بهرني فوځیان دشپې له لورې په عملیاتو مصروف دي . په دومره مصروفیت کې زموږدمظلومومیندوستونزوته دچاپام کیږي .


که داغلې وزیرې اټکل شوی رقم دوه میلیونه ومنوولې هره ورځ چې داشمیره په چټکۍ مخ په پورته ځي دهغوحالت ته چاپام کړی دی. هغي میندي چې میړونه یې ژوندي دي ولې زلمیان دلاسه ورکوی اوکورونه یې په بمونوورانیږي ، ددښمن په لیکه کې حسابیږي ؟ کډوال چې هره ورځ یې په اوسني موډرن اوارام افغانستان کې شمیره زیاتیږي اوپه سوځیدونکي لمرونو کې دتیښتې په حال کې دی هغه به ضرورددښمن په لیکه کې راځي ؟
تاسودقدرت خاوندانوته وایم ! دخدای لپاره نوره تیروتنه پریږدی ، کوچنی ماشوم ستاسود    غولونکوغونډوپه ماهیت باندي پوهیږي . ولي نرغوندي نه وایاست چې ددی سپیرومخانو ، خیرونولاسونواودغمونوپه وجه دګونجي ګونجي مخونومیندوسره موږځکه مرستي ته عاجزیو چي دوی ته نژدیوالي زموږلپاره عیب ګڼل کیږي اوکیدلای شی ددوی دنژدیوالی څخه په ناروغی اخته شو. نوریې بس کړي ستاسوپه بدل کې ستاسولویدیزانډیوالان شرمیږي . هغوی نوردپټ پټانوزغم دلاسه ورکړ ، ځکه دوځله یې په ډاګه وویل چې موږدشپي عملیات نه پریږدو. تاسوهم په نره اعتراف وکړي . کاش تاسودافغاني ویاړلومیندواولادونه نه وای .