کور / طنز / په افغانانو بیا چا باورکړی دی!

په افغانانو بیا چا باورکړی دی!

ددوبی د هوایي ډګر پولیسو یو تور ټغری، ستوری لوېیدلی،بخت اوښتلی لیسانسه افغان په اتو نفرو ټینګ نیولی و ځکه هغه غوښتل لویدیځ ته مهاجرسي، چې ګوندې هلته په کوم هوتل یا رستورانت کښې که خدای کول د لوښو دپریولو د ماشین دنده اجرا کړې ،مګر اوس ګوری موری ګیر سوی و، نو باید شپږ کاله په زندان کښې تیر کړي .
سر مي د هغه په لیدواتومات وښورېدی له ځان سره مي ورو وویل: افغاني تور لیکي لیسانسه ډیرسوي دي د هغو له تجربو څخه باید ټوله نړۍ ګټه واخلي .
رښتیا هم له نالوستی سړي څخه لیسانسه ښه په ساین او کوساین اوتانجان کوتانجان لوښي پرېمنځلی سي.
شکر اوس افغانان په دې پوهیدلي دي، چې هلته لوست په یوه توره اوسکه نه ارزي، نو ځکه په لوستو ځوانانو مځکه سر ه تبی سوې ده هر یو غواړې یو وار په بهر ځان وویني او د دوږخ اور په ځان حرام کړی، بیا که خدای کوله په وطن کښې به هر ډول کار ورته پیدا سي اووه به کولی سی هره غوټه په خپل لاس خلاصه کړې.
داچې زما د د الوتکی وخت نژدې و نو دټکټ د کنترولولو ی میز ته په کتار کښې ودریدم ، په دې چرت کښې وم چې اوس به بیا کنترولونکی چې وینې زه دانګلستان ستی زد یم بیا هم زما د کالو په لیدلو هغه پخوانی تکراري سوال راڅخه وپوښتی ، لندن ته څه کوې ؟
په دې وخت کښې یو لاس زما پر اوږه کښېښول سو، سوچ راولوېيد چې چا خو د اسامه شک نه دی راباندې کړی ، ناببره ملاریا ونیولم، خوله مې وچه سوه ، ټوله پيران می یاد کړه او ورو مي ورته وکتله، یو لوکس انګریز راته خاندې چې ښه ورته ځیرسوم هغه په لندن کښې زما د ګاوند انګریز زوی و
ظالم نه کټوی راباندې ډکي کړې
د تندی خولې مې په لاس پا کی کړی له هغه څخه مي په حیراني وپوښتل:
ته چیری د خیره؟
هغه راته په خوشالی وویل: زه په افغانستان کې کار کوم .
ما په خندا ترې وپوښتل:
تا خو ان ښوونځي هم خلاصه نه کړه، هلته ډاکټران او انجینران بې کاره دی .
هغه په مغرورانه خندا راته وویل:
زه بهرنی یم بهرنی،ته پوهیږې ستاسو مشرانو مهم بستونه او ان د ټولو مهمو خلکو امنیت لا بهرنیانو ته ورکړی دی،ستاسو سپینه کاسه امران په خپلو خلکو اعتبار نه لري ټوله خپل ځانونه لا په بهرنیانو ساتي
ما په حیرانی تري وپوښتل : ښه زه خبر نه وم!
هغه راته وویل:
ما اوریدلي دي چې ریاست جمهوری مو لا یو بهرني ته ورکوي ځکه په افغانانو باور نسته نوځکه ما رخصتی ناتمامه پریښووله بیرته کابل ته رهی یم.
ما لاس ورته جرتک ونیوی او ورته مي په ډک ستوني وویل :
ګوډ لک
 


 

.