حامد کرزی : امريکا له طالبانو سره د جګړې ختمېدو خبري کوي

د لراوبر اداره | جون 19th, 2011


ولسمشر کرزی وايي د امريکا متحده ايالات د طالبانو سره د رواني جګړې پای ته رسېدلو په اړه په خبرو بوخت دي ، يو شمېر امريکايي چارواکي هم دا مني چي د سولي د عملي کېدو په برخه کي کار کوي خو طالبانو دا خبره تر اوسه په رسمي ډول نه ده منلې ، دا خبر په داسي حال کي خپريږي چي په لومړي ځل له لراوبر ويبپاڼي څخه په افغانستان کي د امريکايي اوږدمهاله پوځي اډو د قرارداد متن خپور سو ، دا متن چي فکر کېږي وروستۍ بڼه به نه وي خو د امريکا لخوا پر افغانستان باندي يو شمېر سخت شرطونه ايښوول سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024