کور / سياسي / پښتون تهنک ټېنک* – د وخت ضرورت ( د عارف تبسم ليکنه)

پښتون تهنک ټېنک* – د وخت ضرورت ( د عارف تبسم ليکنه)


موږپښتانه که يوې خواته په متنوع کلتوري قدرونو اورواياتو باندي پسولل شوي يونوبلي خواته په سياسي،اقتصادي،اوترډېره حده په علمي توګه دنړۍ دنوروقامونوپه نسبت لاډېروروسته پاته يو ولي چي لاتراوسه په سياسي ډګرکي موږپرسل لارووېشل شوي يوچي ددې څرګندونه کوي چي ديوګډملي مرام سنجونه او دهغه دپاره مبارزه کولوسياسي بلوغت ته لا نه يو رسېدلي، که څه هم موږيوڅوداسي سياسي ګوندونه لروچي هغه دقام پرسته سياست اوملي مرام دپاره دکارکولودعوه لري خودهريوه طريقه کار او لارجلاجلاده چي دا ښکاره کوي چي مرام يې هم يونه دی اوله يوبل سره توپير لري ځکه په اجتماعي توګه،زماپه خيال،دقام پرسته ګوندونودامبارزې زيات قبوليت نه دی موندلی  ـ
په اقتصادي توګه لا پښتنوته هغه پراخي مواقعې نه دي ورکړل شوي چي دهغه له لاري پښتانه دهيواد اودنړۍ په سطح باندي نه يواځي په نړيوال اقتصادي نظام کي برخه واچوي بلکه له هغه ځخه داسي ګټه هم پورته کړي چي دهغه ښه اغېزدپښتون قام اوپښتني سيموپه معيشت هم پريوځي. داوخت دپښتنوزياته برخه دنيکونودهغه څوجرېبه مځکي له لاري دخپل معاشي حېثيت په برقراره 
ساتلو اخته دي اوهغه هم کله کله دقدرت دنظام له کبله دداسي اوږدې ډوکالي ښکارشي چي دډېرومعتبروژوندله بدحالۍ سره مخامخ کړي .
هم دغسي په علمي توګه پښتانه لا ډېروروسته پاته دي،ولي چي دعلم اوعلمي ذرائعوپه اړه موږپښتانه په بهرني وسيلوباندي انحصارلرو. که يوسائنسي ايجادوي اوکه څه معاشي اوسياسي نظريه اوکه يا بيا څه علمي مباحث،ټول موږته له دباندي (بهر)راځي. تراوسه دپښتنوله ميانه څه داسي ايجاد،نظريه ياعلمي بحث نه دی رازېږېدلی چي هغه دي نوره نړۍ اغېزمنه کړې وي. موږدهرنوي سوچ،نوي نظريې،نوي سهولت او نوي عملياتودپاره ترخپل قام دباندي ګورواوچي کله څه داسي نوی شی رامخته شي نودڅه تجزيې اوعلمي پلټني بغېريې خپل کړو .
که څه هم موږبې شمېره داسي کلتوري قدرونه اوروايات لرو چي هغه پښتانه په يوه نه يوه سطح باندي له يوبل سره ښه ټينګ تړي خو له بده مرغه هغه قدرونه اوروايات،  چي پښتانه يوبل سره تړي، ورځ په ورځ ورکيږي او ددې په ځای هغه مسخ شوي قدرونه او منفي روايات ځای مومي کوم چي په پښتنو کي دننه وطاقتورو طبقو(خان،ملک،ملا) ته دوام ورکوي .
ددې سياسي نااتفاقۍ، معاشي نابرابرۍ، علمي انحصار اومسخ شوي کلتوري بڼي له کبله په قامي توګه کومه خلاپېداشوې ده په هغه کي ذاتي مفادپرستۍ،مذهبي بنيادپرستۍ،تشدداوجعلي دانشورانه روايت خپل جرړونه مظبوط کړي دي اوهم دغه وجه ده چي له اموبيا تراټکه پوري پراته پښتانه که يوې خواته دخپل قامي تشخص له حقه محرومه دي نوبلي خوا ته نن وپښتون قام ته دخپل امېج ستونزه هم ورپېښه ده ولي چي دخپل مذهبي استحصال له کبله ځان وژونکي بريدونو پښتنو ته په نړۍ کي دبنيادپرسته ترهګرپېژندګلوي ورکړې ده .
که موږددې پورته ذکرشوي حالاتودعلت اومعلول تجزيه وکړونو به څرګنده شي چي داټولي مسئلې له يوبل سره تړلي دي،داټول حالات چرته علت اوچرته معلول دي . دعلت اومعلول په دې سلسله کي نن پښتانه په سياسي،اقتصادي،علمي او ترڅه حده په کلتوري توګه دنورومحتاج دي . که موږلږغوروکړونوبه داڅرګنده شي چي دپښتنوموجوده سياسي ګوندونو،معاشي صورتحال،علمي ادارواوکلتوري تنظيمونوپه صحيح معنا خپل کردارنه دی لوبولی بلکه داويل به زيات ښه وي چي موږڅه داسي سياسي، معاشي، علمي اوکلتوري ادارې بېخي لرونه،چي هغه د پښتون قام د سياسي، معاشي، علمي اوکلتوري پرمختګ دپاره څه داسي ګامونه اوچت کړي چي هغه د پښتون قام ته سوکالي ورپه برخه کړي . ولي چي دامهال زۀ يوه اداره ياکوښښ نه وينم چي هغه دي دپښتنوسياسي تربيت وکړي ځکه خويوځل مخکي ماپه خپل يومضمون ٠٠پښتانه،طالبان اوقام پرسته سياست٠٠کي ويلي وو چي زموږملي سياسي مبارزه لااپ ډېټ نه ده . اپ ډېټ خوبه هغه وخت وي چي داسي ادارې موجودي وي چي هغه نه يواځي په تيزۍ سره بدلېدونکونړيوال حالاتوپه اړه زموږسياسي ګوندونوته نوي معلومات او نوي لاري ورپه ګوته کړي بلکه دارنګه دسياسي مبارزې تربيت هم وکړي . هم دغسي په علمي او معاشي سطح باندي هم ديومضبوطي،باخبري اوبهتريني ادارې دکمبوت له کبله موږپه هره اړه په لاس کي خپل څه نه لرواوهروخت دنوي سوچ،نظريې،علم اونوي شي دپاره ونوروته ګورو .
په نړۍ کي دهرهيواد اوقام دپاره داسي ادارې موجودي دي چي هغه د سياسي، معاشي، علمي اوکلتوري ادارولارښوونه کوي . دارنګه اداروته ٠تهِنک ټېنک٠ويل کيږي، لکه څنګه چي ددې اصطلاح ځخه څرګنده ده چي ددې بنيادي کارنوي أئيډيا،نوي سوچونه،نوي تجزيې اودمسئلودحل دپاره نوي لاري پرانستل دي . په خصوصي توګه ددويم نړيوال جنګ وروسته په نړۍ کي ددې رنګه ادارووجودپيداشواواوس په دې يوويشتمه پېړۍ خودا٠تهِنک ټېنک نورزيات ارزښت وموندلو ولي چي په دې پېړۍ کي چي په نړيوال سطح باندي حالات څومره زربدليږي اودهغه اثرات څومره زردنړۍ هرکونج ته رسيږي د هغه دپاره خوپه ډېرومنطقي بنيادونوباندي په سياسي، معاشي، علمي اوکلتوري سطح باندي هروخت دنوي تحقيقونواونوي تجزيوضرورت دی چي ددې بدلون او ددې داثراتو په اړه ادارې،حالات اوذهنونه تيارکړي .
دتهِنک ټېنک په قسمونو کي علمي،تحقيقي،دسياسي ګوندونواودعوامي پېروي* تهِنک ټېنکس شامل دي . علمي تهِنک ټېنک زياتره په علمي بنيادونوباندي کارکوي، نوی علم،نوي نظريې اونوي دليلونه مخ ته راوړي . تحقيقي تهِنک ټېنک زياتره دمحقيقينو په ذريعه دبيلابيلومسئلووجي او دهغه حل وړاندي کوي . دسياسي ګوندونوتهِنک ټېنک دخپلومخصوصوسياسي مقصدونودپاره هلي ځلي کوي اوعوامي پېروي تهِنک ټېنک دعوامي مسئلواوحکومتي پاليسيانوترميان دپُل کردار اداکوي .
په عمومي توګه تهِنک ټېنک يوداسي اداره،تنظيم ياګروپ وي چي هغه له خلګوسره په اړه لرونکي سياسي، معاشي، علمي اوکلتوري مسئلوباندي تحقيق کوي اودهغه دپاره متبادل حل وړاندي کوي ، داتهِنک ټېنکس د سماجي پاليسي،سياسي حکمت عملي،معيشت او نورواړخونوپه اړه نوي أئيډيا،نوي سوچونه اونوي لاري رامخته کوي . زياتره تهِنک ټېنکس پرغېرمنافع بخش بنيادونوباندي کارکوي، شتمن خلګ او نجي ادارې هغوئ ته مالي وسائل ورکوي او هغوئ په أزاد اوخودمختارحېثيت باندي کارکوي .
په سرمايه داره نړۍ کي کارکونکي تهِنک ټېنکس که يوې خوا ته دخپلوخلګودفلاح اوبهبود په اړه دحکومتي پاليسيانودجوړولواوياپرهغه داثراندازه کېدلودپاره کارکوي، نوبلي خواته هغوئ په نړيواله توګه وخپل هيوادته دسياسي اواقتصادي پرمختګ دپاره نوي أئيډيااونوي فکرونه هم ورکوي چي بيايې دهغه هيوادحکومتونه، سياسي او معاشي ادارې عملي کوي  .
زماخيال دادی چي موږپښتانه خپل تهِنک ټېنک نه لروځکه خو په سياسي، معاشي، علمي اوکلتوري توګه باندي وڅه داسي لاري ته نه رسيږوچي هغه دي موږ په حېث ديوقام دخپل تشخص،علمي منطق اومعاشي ګټي ومنزل ته ورسوي . نن ضرورت ددې خبري دی چي يوداسي پښتون تهِنک ټېنک جوړکړل شي چي هغه د سياسي ګوندونو،معاشي وعلمي ادارواوسماجي طبقولارښوونه وکړي . زمادايقين دی چي پښتانه عالمان،ماهران،پوهان،محقيقين او دانشوران لري چي هغه دادتهِنک ټېنک دجوړولوعمل په مخ وړلی شي. ولي چي نن په لراوبرهيواد اونړۍ کي موږ له کوموپيښوسره مخامخ يو،دهغه پيښوحل موږ ته يواځي يومضبوط او منظم پښتون تهِنک ټېنک راکو لی شي . ددې تهنک ټېنک دپاره لومړی ضرورت خودادی چي په لراوبرپښتون هيوادکي دي منلي علمي شخصيتونه،پوهان،دانشوران اواستادان په يوځای سره راغونډکړل شي اودهغوئ مخ ته دي د پښتون تهِنک ټېنک دجوړولوايجنډاکښېښول شي،بيادي په دې کي هغه کسان چوڼ کړل شي چي څوک دسياست،معيشت،علم،کلتوراوسماج په نړيوال اوځای صورتحال اونوي فکرونوپه اړه علمي او تحقيقي تجربه لري اودپښتون قام د سياسي، معاشي، علمي اوکلتوري سرلوړي سره مينه اوکمټمنټ لري . دا تهنک ټېنک دخپل انتظامي عمل وروسته دي وهغه شتمنوخلګواواداروته دمالي وسائلودپاره رسائي وکړي څوک چي په داسي منصوبوکي خپله برخه اچول غواړي اوددي کازدپاره څه کول غواړي . زمايقين دی چي هم په پښتنو داسي خلګ شته چي هغه ددې تهنک ټېنک په جوړولو کي خپل مالي وسائل په کارراوستلای شي او هم په نړۍ داسي بې شمېره ډونر ادارې موجوده دي چي هغه دداسي اداروومنصوبوته مالي کومک ورکوي، که دا تهنک ټېنک په صحيح معنادپښتون قام د سياست، معيشت،علم اوسماج په اړه نوي منصوبې جوړي کړي نودهغه دپاره مالي وسيلې پيداکول ډېرګران کارنه د ی .
داپښتون تهنک ټېنک کو لی شي چي هغه مطالعې،تحقيقونه اوتجزيې رامنځ ته کړي چي هغه دپښتون قام له بشپړه حالاتو سره اړه لري. دمثال په توګه دا تهنک ټېنک په ډېروعلمي بنيادونو ددې تحقيق پېل کو لی  شي په پښتنوکي دبنيادپرستۍ بنيادي علتونه څه دي؟ ددې علتونودليري کولودپاره سياسي ادارې،حکومت،نړيوال قوتونه او پخپله پښتون په حېث دقام څه کو لی  شي؟ ددې بنيادپرستۍ دختمولودپاره داتحقيق داسي حل راايستلی شي چي په هغه باندي عمل کېد ی  شي . دا تهنک ټېنک دپښتون قام په خپله ژبه کي دتعليم اوعلم ورکولواودپښتنودخپل علمي نظام رامخ ته کولودپاره نوي فکرونه او نوي لاري راايستلی شي . هم دغسي دا تهنک ټېنک وپښتنوواکدارانو ته دخپل تحقيق او تجريې له لاري دصحت،تعليم،اوبه، روزګار،کاروبار،زراعت اوله خلګوسره تړلي نورو مسئلو دحل دپاره داسي تجويزونه راوړ لی  شي چي دهغه په بنياد څه نوي حکومتي يا سياسي پاليسۍ جوړېدی شي. له دې سره سره دا تهنک ټېنک دپښتون قام دپاره په ملکي اونړيواله سطح باندي دمعيشت دمضبوطۍ نوي موقعې رابرسېره کو لی  شي .
دا تهنک ټېنک پکارد ی يوپښتون تهنک ټېنک وي اودهغه مقصد دي په سياسي،معاشي،سماجي اوعلمي توګه دپښتون قام له امونه تراټکه پوري داجتماعي ګټي دپاره وي،له څه مخصوصه سياسي ګوندسره ددې تړون ددې کرداراواثرمحدوده کو لی  شي . پکارخوداد ی چي دا تهنک ټېنک دخپلوتجزيواوتحقيق له لاري نه يواځي دپښتون سياسي ګوندونوتربيت وکړي بلکه هرهغه ملکي اوبېن الاقوامي فورم ته دپښتون أوازورسوي چرته چي د ملکي اوبېن الاقوامي سياست اومعيشت په اړه نوي فېصلې کيږي اوپاليسياني جوړيږي ولي چي اوس پښتون په يوداسي کونج کي نه د ی پروت چرته چي يواځي ژوند کوي . دابلاغ دتېزوذرائعوله وجي اوس دنړۍ ديوه کونج فېصله په څولمحوکي دنړۍ پربل کونج اثراچوي . پکار     د ی چي دا پښتون تهنک ټېنک په ځان کي هغه ټول خصوصيات ولري چي هغه دلراوبرپښتنوپه خپل ميان کي،د پښتنواوحکومت، دپښتنواوسياستمدارانو، دپښتنواودنړۍ دنوروقامونو ترميان دفکراوتجربو دشريکولودپاره دپُل کرداراداکړي .
زه ډېرپه اميديم چي که د پښتون  تهنک ټېنک داائيډېاچرته عملي شکل وموندلونوبه يقينأپښتانه له يوه نوي سياسي،معاشي اوعلمي بدلون سره مخامخ کيږي. ولي چي نړۍ کي تهنک ټېنکس داوخت لګيادي ډېرمهم کرداراداکوي بلکه اوس خوداويل کيږي چي دسياسي بدلون مهمه ذريعه سياستمداران اوسياسي ګوندونه نۀ بلکه هغه ائيډيا اوفکرونه دي چي په تعليمي ادارو، تهنک ټېنکس يا نوروتحقيقي ادارورازېږېدلي دي .
نن ضرورت ددې خبري د ی  چي ويښ پښتانه دي خپل علم اوهنرټول سره رايوځای کړي او ددې پښتون تهنک ټېنک بنيادکښېږدي،د خپل علم اوهنر په بنياددي دپښتنودمسئلوحل رامخ ته کړي، لکه څنګه چي ماخبره وکړه چي پښتانه له نړۍ څخه ليري يواځي ژوند نه کوي نوځکه دنړۍ له نوروتهنک ټېنکس سره تړون اونېټ ورکنګ هم ډېرضروري دی  ،دارنګه به دمختلفه مسئلوپه اړه نه يواځي د نوروتهنک ټېنکس سره دپښتنودمعلوماتوتبادله کيږي بلکه دنړۍ دنوروحالاتوپه اړه به پښتون تهنک ټېنک خپل ځان هم باخبره ساتي اوددې دوه اړخيزه تړون له کبله به نوي ائيډيا هم مينځ ته راځي .
پکارد ی چي موږټول دخپل علم،پوهي اوهنر ددې پښتون تهنک ټېنک په بنيادايږدلوکي خپله برخه واچوؤ ولي چي يواچي پښتون تهنک ټېنک زموږوسياسي،معاشي اوعلمي اداروته هغه علمي لاري ورپه ګوته کو لی  شي چي پرهغه تګ پښتون قام دنړۍ له نوروقامونوڅنګ په څنګ درو لی  شي. هغه يوچاډېرښه ويلي دي چي “  هيڅ يوشی دومره طاقتورنه د ی لکه يوه ائيډيااوددې وخت راغلی” . د پښتون تهنک ټېنک ائيډيا هم په ځان کي يوطاقت اواثرلري اوهم دا يې وخت د ی چي موږ ودې ائيډيا ته عملي بڼه ورکړو .
موبائل:00923337804824
: ariftabassum@yahoo.com