کور / شعر / پر مور مي اوښکي

پر مور مي اوښکي

کور وداني

د رېشاء د کورنۍ له خوا و ټولو دوستانو ، خپلوانو او خواخوږوته چي زموږ دارواښادي مور
پر مړینه یې زموږ و دې لوی غم ته د تسلېت او غم شریکۍ پیغامونه رالېږلي دي کور ودانی
وایو . اوپه تېره بیا ټول هغه دوستان چي پر جنازه اوهدیره یې حاضر وه ، ځانونه او ستړیاوي
یې ندي سپمولي دهغو دي هم کور ښاد وي . پاک او قادر رب( ج) دي مو ټوله د نورو غمو وساتي آمېن . (د رېشاء کورنۍ)

پر مور مي اوښکي

دالفــت څــراغ خاموشه درحـمت مــړه موشــغله ســوه
پـر اوږو مـي دصــالحـي مــور مــرحـومـي جنــازه ســوه
پـه انـــوارو نــــوراني چـې مـــقــبـــــره یې مــا لـیــدله
لـه وړانـګو څـه یـې روښــانه د پــلرونـو هــدیـره ســوه
پـه ژونـدو یـې هــڅولم د جانــان بــد به پـه ښه کړې!
په وصـېــت کــې و مـاتــه دا د میــنــي تــوصــیه ســوه
پــر غریــب او پــر یـتیم بـاندي دلــسوزه ویــښه مــور وه
را څـه ولاړه سوختـه دلــه په لــحد کـي دا بــیده ســوه
مـراعـت، سـرښتـه ګـي، او راستګویـې لـوی صــفت و
په میـراث کې را پاته د مـورکـۍ مي دا هــدیه ســوه
کاشکـي نـور وای توانـېدلـئ چه ادایې پــوره حــق کړم
زه لا غـرق وم په پــورو کـي ددې رب تــه عـجله ســـوه
خــو د مـرګ پـر بستر تېر د رنــځـوري یــې څو کلـونــه
د طبـیـب څه لــورئ ورک و، د حبــیــب دا اراده ســوه
را بــهیـږي مي لـه ستـرګو رب ته ژاړم، جنــتــي سـي
ډېــري توی سوې، لږ لیکلي، څه قـلم څخه مانده سوه