کور / شعر / غلیم ته

غلیم ته

لاخو می پری شوی له تن سر نه دی
جوړ می لا د وینو سمندر نه دی
دا د انقلاب مرغه به والووځی
روغ دی ټپی شوی یی وزر نه دی
ته به څه پښتون سره په غیږه شی
خدای لا پیدا کړی داسی نر نه دی
وار وکه حساب به له تا غواړمه
لا می یو ځای شوی لر او بر نه دی
هر چا چی تیری کړی په ما باندی
زړه یی لا زخمی جوړ یی پرهر نه دی
دا لا ته په سمه کی په تیښته شوی
زور دی لا لیدلی زما د غر نه دی
چپ یمه کمزوری ورته ښکارمه
دا زما د زوره لا خبر نه دی
اوری به آخر د ملالی ټپه
دا سرتور خو غوږ باندی څه کر نه دی