رسنۍ ولې زرعجم پاکستانی ګڼی؟

د لراوبر اداره | جون 22nd, 2011


  غرمه زما فاضل دوست شاولي  منګل زنګ راته وواهه او تر معمولو تعارفاتو وروسته یې وپوښتلم چې د زرعجم د اعدام خبر دې واورید؟ ما ورته کړه چې :بدګرځي بد به پرځي ،ښه شوه چې د بیګناه انسانانو دا ډول نورو قاتلانو ته عبرت شي ،خو د منګل صیب زړه ډک او ستونی پړسیدلی وو،راته کړه یې چې ورسره د ډیورند  په رسمیت پیژندلو ته هم متوجه یې ؟ خدای شته ټکان مې وخوړ، تلویزیون او رادیو مې دواړه ولګول او ورسره مې انترنیت ته هم ګوته وروړه ،منګل صیب  رښتیا ویل ، افغاني رسنیو له یوې مخې او په سره ورته ټکو ، په ننګرهار کې د کابل بانک پر دفتر د برید کوونکي او د لسګونو بیګناه انسانانو د وحشي قاتل زرعجم د اعدام خبر خپور کړ، زرعجم چې هر څه کړي وو د خپل عمل سزا یې ولیده او اوس به خپل خالق ته د خپلو اعمالو ځواب وایي.
په دې لیکنه کې زه په دې نه غږیږم چې زرعجم او یا هغه وارو څه وکړل او څه باید ورسره شوي وای  بلکه خبره مې دا ده چې موږ  د یوه داسې ملت په حیث چې لسګونه کاله کیږي د خپل واحد وجود پر سینه د استعمار د  را ښکلې کرښې د سرطان له امله  د خپل زخمي وجود وینې او زوې خورو ، کورونه مو سره بیل شوي ،نغري مو په زور او جبر بیل شوي او نیم وجود مو د ډیورند اخوا  او نیم مو دیخوا  پروت دی ، له پولې  ها خوا اوسیدونکو افغانانو ته د پاکستاني هویت   ورکولو  حق لرو؟ آیا زرعجم وارو د پولې ، هاغاړه افغانانو ته د پاکستاني خطاب کول او هغه هم د افغانستان د دولتي رسنیو له خوا خپله دا مانا نه ورکوي چې ګویا د افغانستان دولت د ډیورند کرښه په رسمیت پیژندلې ده ؟آیا موږ د پښتونخوا او قبایلي آزادو سیمو اوسیدونکو ته د پاکستاني  په خطاب کولو د هغو زرګونو او سلګونو شهیدانو ارواوې نه آزاروو چې د افغانستان د واحد وجود د سره پاشل شویو غړو د راټولولو او یو ځای کولو له پاره یې  ان خپلې وینې نذرانه کړي دي ؟ همدا اندیښنې له منګل صیب سره هم وې ،او هغه حق لري چې دا اندیښنه ولري، دا ځکه چې رسنیو ته چا دا په خولو کې ورکړي چې د پولې ها غاړه افغانانو ته پاکستاني خطاب وکړي؟
 زما په نظر دا خبره دومره ساده  نه ده لکه څنګه چې موږ واوریده، بلکه خبره د بی کفایتۍ او په دولتي رسنیو کې د محوریت پر نشتوالي ده  .
 حتی د دنیا په هغو ملکونو کې چې هر ډول مدني آزادۍ تامین دي او د دیموکراسۍ ټاټوبي ګڼل کیږي هلته هم ، ملي کرښې،ملي ګټې او ملي مصالح تر هر څه اوچت ګڼل کیږي، او هیچا ته په هیڅ وخت کې دا اجازه نه ورکول کیږي چې تر خپلو هیوادنیو ګټو او مصالحو ورواوړي ،بلکه هغه څوک چې دغو ټکو ته پام نه کوي هغه د ملت په وړاندې د قوانینو له مخې مجرم پیژندل کیږي ، خو په افغانستان کې خبره سرچپه ده ، دا ځکه چې د دغه هیواد د اطلاعاتو او کلتور د وزارت پر څوکۍ هغه څوک ناست دی چې له لویه سره افغانستان نه مني ، موږ چې د ایران  یوه جاسوس او د افغان ملت او افغاني هویت  نه منکر شخص ته د خپلو دولتي رسنیو واګی په لاس کې ورکړی او موږ چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور له برحال وزیر نه د افغانستان  له نوم او افغاني هویت سره د کینې او تعصب پوښتنه نه شو کولای نو د پولې ها غاړې افغانانو ته د پاکستاني هویت په ورکولو به یې څوک څه وکړي؟ افغانستان که په نظامي لحاظ د څه باندې څلویښتو هیوادونو د  عسکرو د عسکري موزو تر پوندو لاندې ستمیږې نو له کلتوري پلوه د ایران له خوا یو اشغال شوی هیواد دی ، همدا اوس اتیا په سلو کې آزادې رسنۍ د ایران له خوا رامنځته شوي او د همدوی له خوا تمویلیږي، لس سلنه نورې یې ملي او واقعا آزادې رسنۍ دي چې هغه بیا له اقتصادي پلوه په پښو نه شي دریدلی او پاته لس سلنه نورې رسنۍ د افغانستان د دولت دي ، چې د هغو واګی هم د رهین غوندې یوه لعین جاسوس په لاس کې دی.
د دغو مزدورو او پردی پالو رسنیو لویه او لومړنۍ دنده دا ده چې په یو ډول نه یو ډول د افغانستان واحد وجود او  یو موټی قامونه سره وپاشي، دوی هره ورځ له  بیلابیلو لارو په لسګونه ساعتونه همدې هدف ته د رسیدو له پاره تبلیغات کوي .
زه پوره ډاډه یم چې په رسنیو کې د پښتونخوا او قبایلي سیمو اوسیدونکو ته د پاکستاني هویت ورکول یو عمدي او د پښتون قام او له لویه سره افغان ملت د واحد وجود د سره بیل ساتلو له پاره یوه شعوري او پلان شوې دسیسه ده چې په غالب ګمان د ایران او روسیې له خوا به دننه په افغانستان کې خپلو اجیرو رسنیو ته دیکته کیږي.
په دې مختصره لیکنه کې ریښتینو افغاني رسنیو او د افغانستان په دولتي رسنیو کې د افغانستان ملي ګټو ته متعهدو  ژورنالستانو ته زما مشوره دا ده چې په خپلو نشراتو کې په کلکه دې ټکي ته متوجه اوسي او دا په یاد ولري چې افغانستان او افغان ملت هیڅکله د ډیورند کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې نو ځکه خو د یادې جغرافیوي محدودې اوسیدونکو ته د پاکستاني ویل نه یوازې له هغو سره ظلم دی بلکه دا دقیقا هغه څه دي چې د پاکستان دولت او پنجابي استعمار یې غواړي،بلخوا ایران هم په دې خوشاله دی او په افغانستان کې د قومي جوړښت د تغیر امکان یواځې هغه وخت ممکن ګڼي چې د استعمار له خوا دغه ویش ومنل شي. نو هره هغه رسنۍ چې د پښتونخوا سیمې او آزاد قبایل پاکستان پورې تړي په آګاهانه او یا غیر آګاهانه ډول د پاکستان ،ایران او زاړه استعمار تله ور درنوي.
شمشاد تلویزیون،ژوندون،سپین غر او همدا شان نورو افغاني بریښنايي ،چاپي او تصویري رسنیو ته زما وړاندیز دا دی چې په دې اړه  دې له ملي کرښو او ملي منافعو یو ملي متر هم نه تیریږي ،ما له دې لیکنې سره یو ځای خپل مشر ورور او دوست ښاغلي استاد غلام نبي فراهي ته چې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستیالي ورله غاړې ده هم یو بریښنالیک ور واستاوه چې که یې توان رسي په دولتي رسنیو کې د یوه محوریت د نشتوالي له کبله د دا ډول غیر آګاهانه تبلیغاتو مخه ونیسي ،له  لوی څښتنه غواړم چې  فراهي صیب  له خپل صلاحیت نه په ګټې اخیستو په دې برخه کې یو رغنده ګام واخیستلای شي.
یادښت:
کیدای شي زموږ اهل خبره او با ضمیره لیکوال په دې برخه کې خپل اندونه له لوستونکو سره شریک کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024