کور / طنز / کاش تلویزیون اوکمپیوترجوړشوي نه وای

کاش تلویزیون اوکمپیوترجوړشوي نه وای

طنز
څه ښه وختونه ول ، زلمیانوبه په دوړونوکوڅوکې بجلي ( شکیلال ) کولي . دبجلوساتیری په زړه پورې لوبه ده. په ټکنده غرمه چې مشران به ویده وه ، ځوانان به په دې لوبه لګیاه ول. اوس چې دابرقي صندوقونه پیداشول ، ښه ګلالي ځوانان کرۍ ورځ ورته ناست وي ، یوه تڼۍ اویابله تڼۍ کښیکاږي ، لکه لیونیان چې سر یې خراب وی ، ورته خاندي . ارویدلي مي دي چې دښوونځۍ کورني کارهم په دغه بکس کې کیدلای شی . ویل کیږي چې ډیرځوانان لڅې لپړې ښځې هم په کښي لیدلای شي . خوطالبان څه ملامت ووچې تلویزیونونه یې په دارځړولې ول ؟ بله ګټه یې خوداوه چې زموږښځودبیګانه نارینووڅیرې نه لیدلې. ترټولوخوښه داوه چې د ښځوسترګې نه څیریدلې . اسانه وه چې دیوي عورتې پرځای دپیاوړي شاعرعبدالباري جهاني په قول څوعورتې ، ښکلي لکه بتې ځانته نکاح کړي . اوس ددغه کوچنی بکسونو څخه سل فساده پیښ شوی دي . عجیبه خولاداده ، سمې دمې دپلاراونیکه ښځې وايې چې موږحق لرو. یاره ! دقیامت نښانې یې بولم .
پخواڅه ښه وختونه ول ، دژمې فتاوي ته به ځوانانواوسپین ږیروکتاراودری ګاټ کولو. خو پرده یې خوندي ول. په دغه بکسونوکې چاته نه ښودل کیده  اوس غم جوړدي . دولس غمخوره استازی یې په دوي پیسې (بې عزته) کړي دي . هغه بله ورځ یې دیوشمیرنومونه په دغه بکس کې ټولې نړۍ ته اعلان کړل ، وايې دغه استازي ډیروخت غونډوته نه راتله . بیګانه وو ته یې پلمې ورپیداکړي .
داخوزموږمشران دی ، ضروربه په یوداسې چاره اخته ول چې خلاصی به یې نه درلودي . دیوي لوری موښځې پاروی چې حقوق لري اودبلې لورې مومشران دغیرحاضری په توربې عزته کوي . دغه بیچاره ګان چې سپین ږیری هم دی ، دری ځلورښځې لري . ددوی په مینځ کې حتماً (۱۵ ـ ۱۶) کلنې پیغلګوټې هم شته . پخواخولاښه وه امریکایانوڅه دقوت ګولیاني د کلی کور په یوه کوچني چغولۍ (راپور) ورکولي . اوس خوکرزي صاحب خوابدی کړل . چې دخپلي کورنۍ چغلی ورته وکړی ، ولاکه یوه دقوت ګولی ورکړي . نوداکارنه دی چې بیچاره استازې په مصروف وي ؟ ایادښځوحقوقوته درناوی نه دی چې څوورځې په کورکې استراحت وکړي ؟ اوکه ددغو مشرانورسوایې موارمان دي. دغه مظلومانوخودټاکنوپروخت په بوجیو پیسي لګولي دي اوخلک جګړودومره سپین سترګې کړیدی چی ولاکه دمشراوکشرتوپیروکړي.  یووټ (رایه) په افغانیو نه ورکوي چې شنه (ډالر) نه وي . نودوی بیچاره ګان دومره بې عزته بایدشي چې دبیګانه وو لاس ته اړشې . که اوس ددی ناځوانه سرو(بهرنیانو) سره لاس یوکړي ګورئ به چې په دغه لعنتی بکسونوکې به هرڅه رسوایې ته راوباسي . ولسمشربیاګوره چې دولس داستازوسره یې دښمني رااخیستي ده . پاته وزیران دباوردوټونولپاره نه ورپیژني . دولس استازي بیچاره ګان چې ټول کال یې په جنجالوتیرکړی دی ، ټینګه اړتیالري چې څو ورځي خوښی اوارامي وکړي . دولسي جرګې بیاپرانیستل خوڅه اسانه چاره نه ده. بایدسړي انرژي ولري . ډیرکسان ولسي جرګه دبزکشی دلوبې دډګرسره پرتله کوي . څومره ناځوانه تهمت دي .زموږاستازي خود لویدیزي نړۍ دپارلمانوپه ډول بې پروانه دي . که دولس غوښتنو ته څوک په ارامۍ غوږونه نیسي . لکه تیرځل په لاس اچونه یې غواړي . تیرکال پولیسوډیربې ځایه ګواښ ( خلاصون) کاوه . ځکه کله چې دولس استازي په غوصه شي په لاس اچونه (لټو) پیل کوي . دملت یو استازی په دي اړوندداسې خپل نظربیان کړي :
« داجګړه نه ده بلکه دبحثونوافغاني میتودي . (لټي ) یوه ملي لوبه ده . په ځانګړې ډول د مجاهدینواوطالبانودودیزه لوبه ده . څه امریکایان اواروپایان خونه یوچې ټوله ورځ وګړیږو ترڅودسرماغزه موخراب شي . »
ډیرکسان دولس استازي په دی تورن وي چې روخصتي ته نه ځي ځکه ډارلری چې ولسمشر به دځانګړې محکمې پریکړه اعلان کړي اویوشمیردولس استازي به دولسي جرګې څخه وشړي . ولې زه داتور(تهمت)هم دباوروړنه بولم نوځکه دولسي جرګې دیواستازی څخه مې په دی اړوند وپوښتل . نوموړی داسی خپل نظربیان کړی :
« دابې ځایه توردی . تاسوڅه فکرکوی ؟ دومره موکمزوري ګڼي ، یوارچې چوکی ونیسم د چابابک مې ولاکه ورڅخه وخوځوي . که داچاره وشي . وینې خوولا وبهیوم. زماپه لکو ډالره لګیدلي دی ، زماشنه څوک بیرته راکوي. وروره موږدرباني صاحب دحکومت په دوران کې خپل دکلک عزم پخلي کړی دی . په هغه وخت کې به چایوه چوکۍ ونیول ، بیاهیڅ قدرت نه شوای ولاړولی ترڅوچې خپل سریې قرباني کړی نه واي . »
داخبره مې ځکه زړه ته تیره شوه . یووخت مې دنجیب په پاچهي کې دیومجاهد څخه وپوښتل ؟
که تاسوواک ته ورسیدلاست ، څنګه به ددولت واک سره وویشي ؟ ډیرساده اواسانه ځواب یې راکړي : هرچاچې اول یوه چوکۍ ونیوله ، هغه مقام دهمهغه سړی دی .
ولسمشربیچاره هم حیران دی چې ددي سرزورواستازوسره څه وکړي ، کله امریکایانوته حمله کړي، کله دځانګړې محکمې ډنډوره خپره کړي . وزیران ولسي جرګې ته نه ورپیژني .
ډیرشنونکې وايې چې ولسمشردډیروستونزوڅخه سربداله شوی دي . نوځکه دخولي خول واښی یې دومره سست شوی دی چې ددوست اودښمن توپیرورباندي نه شته . آن دافغانستان پررښتینودوستانویانې امریکایانووردانګې . ځینې شنونکې ددی نظرسره همږغې نه دي. وایې ولسمشرغواړی دولس تل (عمق) ته ورشي . دپردیونوکري همدومره بس ده چې دوه نیم ځله یې پاچهی ته ورساوه . اخرولس خوهم حق لري . ځوانانوته یې په ډاګه وویل چې بهرنیان د خپلوموخولپاره راغلي دي ، اودی (ولسمشر) هم دغوړمالی څخه لاس اخیستي دي نوځکه زموږځوانان بایدیوڅه غیرت وکړي . آن دپیل څخه غوړه مالي ونه کړي .
په رښتیاچې ولسمشرډیرپه موقع باندي دغوړه مالی څخه توبه وایستل اوځوانانو ته دانصیحت څو ګټې لري :
۱ ـ دغوړه مالی دتورڅخه به خلاص وي .
۲ ـ دشهادت مرتبوته به په ډیرځوان عمرونوکې ورسیږي ، چې دځوان شهیدمرتبه څوځله لوړه وي .
۳ ـ دهیوادولسمشرته به دولس په مینځ کې دپښې ځای پیداکړی اونوم به یې په تاریخ کې داتل ولسمشرپه توګه پاته شي .
۴ ـ یوشمیرځوان پښتانه به دکړاوه ډک ژوندڅخه بیغمه کړي اودهیوادنامې شهیدان به وي ځکه دامریکااو لویدیزوهیوادونووژونکواسلحوته یوازې دپښتنوسیني تاب راوړلای شي .
۵ ـ ترټولوښه ګټه داده چې زموږولسمشردیوپښتانه په توګه دخپل جلوس په لومړي ورځ د مسعود په قبراوهغه چوکۍ چي دهغه انځورورباندی پروت و ، قسم کړي چې دده یاران به واک ته رسوی . په هره لوبه کې یوڅه تلفات شته . دپښتنوځوانانوفرض دادی چې یوباتوره ولسمشردرواغجن نه کړی . خیردی که یوکسه ځوانان نورهم دپښتنوله مینځه مړه شی . مرګ حق لارده .
که پښتنوځوانانویوغیرت هم وکړی چې کرزی صاحب اوکورنۍ یې دولمشری ددوری په پای کې ترامن ځایه ورساوه ، داچاره به تاریخ هیره نه کړی . پای