کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانانو کښي دنشرې ويولو دود

په افغانانو کښي دنشرې ويولو دود

کله ، چي يو شى په ټولنه کښي دوديږي يا خو دمذهبي لارښوونو له مخي دوديږي او يا داچي دپخوا څخه په ميراث  پاته يو کړنه وي، داچي په افغانانو کي داسي دود سته ، چي کله ماشوم وزيږي نو دوى په دريمه يا اوومه ورځ دخوشالۍ مراسم جوړ کړي په دې مراسمو کښي ملايان صاحبان اوهمدا ډول دکلي کوچنيان را وغواړي، يو کس دنشرې په نوم بيتونه وايي ، ځيني کسر ورسره وايي او نور کوچنيان بيا آمين وايي همدې کار ته نشره وايي په دې اړه حتما يو لړ پوښتني وې ، چي کله نا کله به عامو خلکو کولې کله به ليکوالانو او ادبيانو هم کولې ، چي په لړ کي يوه ورځ دروند استاذ فضل محمد پنهان صاحب هم دنشرې اسلامي او شرعي حکم زما څخه وپوښتئ په دې وروستيو کي محترم محمد صادق رشتينى هم راته ټليفون وکړ او دنشرې په اړه څه پوښتني ورسره وې نو ځکه مي لاندي څو کرښي وليکلې او هغه معلومات مي پکښي راجمع کړل ، چي زما په ذهن کي وه. زما له انده دنشرې په اړه لاندي ټکي اړين دي :


  • دنشرې دلفظ معنا
  • دنشرې دلفظ ايښودلو لامل
  • دنشرې دپيلېدو تاريخ
  • دنشرې ددودېدو لامل
  • ايا نشره دوديزه بڼه لري او که مذهبي حيثيت لري؟

    دنشر دلفظ په معنا کي که څه هم عبدالقدوس نجيب دمحمد ناصر نصرت دليکني په سر کي ږغېدلئ ، هغه ليکنه ، چي ښاغلي نصرت صاحب دنشرې په اړه کړې ده ، ښاغلي نجيب صاحب داسي ليکلي دي:


    دنشرې دتسميې وجه راته معلومه نه ده او نه راته معلومه ده ، چي دنشرې لفظ په کومه ژبه پوري اړه لري خو (فرهنګ خيام) ليکي ، چي نشره دخپرېدو په معنا ده او (برهان قاطع) بيا ليکي ، چي نشره اطفال دهغه تختې په معنا ده ، چي ماشوم ته پر تخته باندي په زعفرانو څه ليکل کيږي همدا معنا زموږ د دوديزي نشرې سره تر يوه بريده سمون خوري او عربي معنا چندان نه ورسره برابريږي خو دا چي اصلاً څه خبره ده په دې باندي علمي څېړونکي ښه پوهيږي.


    دنشرې د لفظ په اړه دمحترم نجيب صاحب د پورته خبرو سره زه هيڅ موافق نه يم; زما له انده خبره بيخي بل ډول ده هغه داچي نشره دوه ډوله تعبيريږي يو ډول هغه نشره ده ، چي په عربي ژبه کي دود ده او بل هغه نشره ده ، چي په افغانانو کي دود ده، کومه نشره ، چي په عربي ژبه کي دود ده هغه په پښتو کي په څاښت سره تعبيريږي يعني داچي کله يو څوک پر کاغذه يا تخته باندي يو څه په رنګ يا زعفرانو باندي وليکي او بيا يې په لويانو يا په ماشومانو باندي وڅښي همدې شي ته نشره وايي او په پښتو کي ورته څاښت وايي ، دنجيب صاحب سره ځکه دده په څېړنه کي موافق نه يم ،چي(برهان قان) چي کومه نشره تعريف کړې ده هغه څاښت دئ په افغانانو کي دوديزه نشره نه ده بلکي کومه نشره ، چي په افغانانو کي دود ده هغه د (نشر) څخه اخيستل سوې ده ، (نشر) په عربي ژبه کي غوړولو او خپرولو ته ويل کيږي کوم شاعرانه الفاظ ، چي افغانان دماشوم دزېږد په اوومه ورځ وايي دې ته ځکه نشره ويل کيږي ،چي دا کار دماشوم دزېږد دخبر خپرول دي او يا د (نشر الصوت) څخه اخيستل سوې کلمه ده ، چي داعلان په معنا دئ ځکه يې دا نوم ورته وضع کړ، چي نشره ويل هم دماشوم دزېږد اعلان وي. او يا داچي دا لفظ د(نشرح) څخه اخيستل سوى دئ که څه هم ماته دنشرح لفظ په ذهن کي ښه خوند راکوي خو ځکه يې زه په خپل فکر يو تحليل کوم ، چي په نشرو کي دلومړۍ فارسي نشرې په پاى کي نشرح راغلى دئ نو که املايي غلطى نه وي نو نشرح عربي لفظ دئ او اصلاً داسي تعبيريږي :


     (نَـشْرَحُ) معنايې داده : موږ يو شى څرګندوو ، که دغه لفظ صحيح سي نو نشرې ته ځکه نشره ويل کيږي ، چي په نشرې ويلو سره دکورنۍ غړي او دوستان دنارينه ماشوم زېږد څرګندوي او همدا ډول دالهي نعمت شکر څرګندوي.


    پاته دي نه وي ، دنشرې لفظ عربي دئ ځکه که دافغانانو تاريخ وکتل سي افغان تراسلام وړاندي ، چي زردشتيان وه او يا اريايان وه هغه مهال دوى يو لړ دودونه درلوده هغه داچي دځينو خوشاليو پر مهال به يې يو لړ شعرونه په ترنم کي ويل او دخوشالۍ اظهار به يې په شاعرانه الفاظو کي کاوه او دې کار ته دوى مذهبي بڼه ورکول، کله ، چي داسلام مبارک دين وځلېدئ دنورو په څنګ کي افغانان هم داسلام دمبارک دين دمنلو په وياړ ووياړل سوه دافغانانو څخه ټول هغه دودونه پاته سوه کوم ، چي دوى مذهبي بڼه ورکول ،چي په لړ کي يې دماشوم دزېږد دخوشالۍ ورځ هم وه ددې پرځاى ، چي دماشوم دزېږد خوشالي دوى دترنم په شعرونه ولمانځي اسلام ورته لارښوونه وکړه ، چي دنبوي سنت په نظر کي نيولو سره تاسو (عقيقه) وکړئ ، عقيقه دې ته ويل کيږي ، چي دماشوم دزېږد په اوومه ورځ پسه دصدقې په ډول حلال کړي او خلکو ته يې خيرات کړي همدې کار ته عقيقه ويل کيږي دا کار په عين حال کي هم دڅښتن تعالى(ج) دنعمت درنښت دئ ، دنعمت شکر دئ ، دخلکو دماشوم په زېږد باندي خبرېدل دي او همدا ډول دخوشالۍ څرګندتيا هم ده په دې کار سره افغانانو پخواني دودونه پرېښودل دچاچي به توان و نو عقيقه به يې کول .


    دوخت په تېرېدو سره په هغو خلکو کي ، چي پسه به يې نه سوائ حلالولائ داسي فکر پيدا سو ، چي که عقيقه نه سم کولاى دشکر څرګندېدو لپاره داهم مناسبه ده ، چي څه خلک او ملايان صاحبان را وغواړم څه دخوراک شى ورته برابر کړم ، ملايان صاحبان به دعاوي وکړي بالاخره زما ښه نيت او دخوشالۍ اظهار به وسي همداسي وسوه، دې کار دوام پيدا کړ، خودوخت په تېرېدو سره يې لږ تر لږه ياد دود څه توپير پيدا کاوه هغه داچي ځينو به په دې ورځ قراني ختمونه کول ، ځينو به دعاوي کولې ځينو بيا داسي بيتونه ويل ، چي په هغو کي به دالله(ج) ثنا ويل سوې وه او هم به دالله(ج) دنعمتونو قدرداني پکښي بيان سوې وه .


    پورتنۍ کړني ، چي په افغانانو کي دود سوې همدې کار ته نشره وويل سوه او دا نوم هم ملايانو صاحبانو ورکړئ دئ ځکه ديوې خوا ملايان صاحبان ټولي زده کړي په عربي کوي ځکه دعربي سره يې علاقه زياته وي ، بل داچي دافغانستان په اسلامي تاريخ کي که وکتل سي نو په علمي ، اداري ، فنيزو او ادبي اصطلاحاتو کي عربيت برلاسى دئ ، دريم داچي دا کار لومړى دملايانو په ملتيا او ددوى په رغنده رول سره پيل سوى دئ نو ځکه دوى دغه عربي لفظ ورته ايښى دئ لنډه داچي دماشوم دزېږد په يادو پروګرامو کي شعرونه پيل سوه، لومړى نشره ، چي په دوى کي دود وه فارسي نشره وه ، چي يو بيت يا دوه بيته يې ليکم:


    الحمد لله
    وصف تو قل هوالله
    هستى توپاک الله
    سبحان من يرانى


    الله لايزالي
    معبود بې زوالي
    دانا کل عالي
    سبحان من يراني


    پورته نشره خورا زياته په افغانانو کي عامه وه دماشوم دزېږد په وخت کي يې ويل دوخت په تېرېدو سره په پښتو ژبه کي وتلو شاعرانو نوري پښتو نشرې هم جوړي کړې; شيخ الحديث بريالى صاحب ، مرحوم ملا محمد عيسى اخند او داسي نور اخر دا چي ياد کار دپښتنو په ادب کي داخل سو. ديادولو وړ ده چي د پورته خبرو په نظر کي نيولو سره زه دښاغلي نجيب صاحب ځيني نوري خبري هم ردوم ، چي د نصرت صاحب دليکني په سر کي يې کړي دي هغه دا چي ده ويلي دي ، چي نشره مذهبي شکل لري ، داخبره ماته دمنلو وړ نه ده ځکه شريعت مسلمانانو ته دماشوم دزېږد په وخت کي دعقيقې هدايت کوي دنشرې يادونه هيڅ ځاى کي نه ده سوې يا په بل عبارت دنشرې يادونه ، نه په قرآن کي سوې ده ، نه په حديث کي سوې ده او نه هم دمذهب په کتابونو کي سوې ده او منع هم نه ده ځکه نشره ويل داسي کار دئ ، چي د شريعت خلاف کوم عمل نه پکښي ترسره کيږي بلکي داسي الفاظ پکښي ويل کيږي ، چي په هغه کي دالله(ج) ثنا وي او يا داسي کړني پکښي ترسره کيږي ، چي په هغه صدقه ، دخلکو خوشاله کېدل او يا دالله(ج) شکر پکښي څرګنديږي او که څوک نشره په دې نيت وايي ، چي دا شرعي عمل دئ او يا داسلامي دين له خوا راته امر سوى دئ نو دا کار بيا جايز نه دئ ځکه په دې نيت باندي نشره ويل بدعت دئ.


    همدا ډول دښاغلي نجيب صاحب خبره ، چي عقيقه نشرې ته نژدې معنا لري دا خبره هم زما له انده دمنلو وړ نه ده ځکه عقيقه بېل او نشره بېل تعريفونه لري.  په درنښت