د پرديو څخه د محکمې د پرېکړي په اړه مرسته غوښتل شرم دئ
عطاالله محمدي
ورځپاڼې: له پرديو څخه د ځانګړې محکې د پرېکړې پرضد مرسته غوښتل د شرم خبره ده
ويسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله تبصره کې د ولسي جرګې په پرونۍ اقدام سخت انتقاد کړي، چې په کې د ځانګړې محکمې د پريکړې د ماتولو لپاره د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه د مرستې غوښتنه شوې.
ورځپاڼې دا کسان د ولس داسې دعوه داران بللي، چې هره ورځ د بهرنيانو په وړاندې جينګي خلې ولاړ وي او د خپل نظام او چارواکو په جاسوسي هم نه شرميږي.
ورځپاڼې روان حالت په هيواد کې د سياسي چاپيريال ابتذال بللي او له افغان دولت نه يي غوښتي، چې له پرديو سره غير رسمي اړيکې بايد ملي خيانت وبولي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بيا دا سپارښتنه کړې، چې د هېواد عدلي او قضايي ادارې بايد د ځانګړې محکمې پريکړه عملي او د هغو کسانو په وړاندې غوڅ چلند وکړي، چې د دې محکمې پريکړه نه مني.
ورځپاڼه ليکي، که د روان حالت د پاي ته رسولو لپاره بيړنې اقدام ونه شي، نو د ګاونډيو د لاس وهنې له کبله، چې سر له اوسه يې ځينې کانديدان ګواښولې، ممکن هيواد د يو بحران خواته ولاړ شي.
ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله تبصره کې د انتخاباتي درغليو له کبله د رامنځ ته شوې لانجې د غوڅولو ښه لار د ځانګړې محکمې د پريکړو پلې کول بللي.
ورځپاڼه دا سپارښتنه کوي، کوم وکيلان، چې د ځآنګړې محکمې له خوا په درغليو کې ښکيل بلل شوي، بايد يو محدود وخت ورکړاي شي، څو له ځانه دفاع وکړي.
ورځپانې وړاندې د لوي څارنوال او د سترې محکمې د عالي شورا د غړو د سلب اعمتاد لپاره د ولسي جرګې پريکړه هم تر پوښتنې لاندې راوستلې.
ورځپاڼه ليکي، چې ولسي جرګې دا کار په داسې حال کې کړي، چې لوي څارنوال او د سترې محکمې د عالي شورا غړي له ډير مخکې نه د سرپرستو په توګه کار کوي.
ورځپاڼه د نصاب نه پوره کيدل هم بله مساله بولي، چې د ولسي جرګې پريکړه باطلوي، ځکه د ورځپاڼې په وينا د ځانګړې محکمې له خوا د دوه شپيتو غړو څخه د وکلات حق اخستل د جرګې نصاب زيانمن کړي دي.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د يو شمېر معترضه کانديدانو په حواله، چې د ځانګړې محکمې له خوا بريالي اعلان شوي ليکلي، چې د ځينو ګاونډيو هيوادونو له خوا ګواښول شوي.
خو ورځپاڼې دا نه دي ليکلي، چې دغه کانديدان د کوم هيواد له خوا ګواښيږي او دا ګواښونه په څه ډول دي.
ملي ارمان په ورته وخت کې دا هم ليکلي، چې د ولسي جرګې غړي بيا د ځانګړې محکمې د پريکړو د پلې کولو د مخنيوي لپاره د مظاهرو پلان لري او دوي ددې کار لپاره پيسې هم ټولې کړي دي.
ورځپاڼه ليکي، چې د ولسي جرګې غړو له ملګرو ملتونو هم د مرستې غوښتنه کړې، څو د ځانګړې محکمې د پريکړې د پلې کولو مخه ونيسي.