د كندهار،زابل اوهلمندځوانانواومشرانوپاكستان ته گواښ وكړ

حاجی پوپل | جون 27th, 2011


د زابل،کندهاراو هملند ولايتونو سلګونو قومي مشرانو،جهادي قومندانانو او ځوانانو پر دولت ږغ وکړ چې د پا کستان د توغنديي بريدومخه ونيسي که نه په وينا يې دوى به په سر او مال له خپلې خاورې دفاع وکړي.
له همدې امله په هملند ولايت کې د قومي مشرانو،ځوانانو،ولايتي شورا او جهادي شورا له خوا يوه غونډه جو ړه سوې وه.
د غونډې برخوالو دډيورنډ دكرښي څخه په گټه اخيستنه پر افغان خاوره توغنديي بريدونه په کلکه وغندل او له مرکزي حکومت څخه يې د هغوى د مخنوي غوښتنه وکړه.
دغه مشرانو او ځوانانو ګواښ وکړ چې په که راتلوونکو څو ورځو کې دولت د دغه بريدونو مخه ونه نيسي نو دوى دې ته چمتو دي چې لاس په کار سي او د پاکستان ځواب ووايي.
په دغه غونډه کې يو پريکړه ليک هم صادر سو چې په کې له دولت څخه د دغه بريدونو د مخنوي غوښتنه او دغه راز په ځواب کې يې هرډول قربانۍ ته چمتوالى ښودل سوى و.
دغه راز په زابل ولايت کې هم ورته قومي مشران او ځوانان راغونډسوي اوله دولت څخه يې دپاکستان د بريدونو د مخنيوي غوښتنه وکړه.
يادو مشرانو او ځوانانو وويل چې د دوى دې ته تيار دي چې له خپلې خاورې په ميړانه او هرڅه دفاع وکړي.
د زابل دځوانانوپه استازيتوب پاچا آغالراوبرته وويل چې يوازې د دوى د سيمې ٢٠٠ ځوانان دې ته چمتو دي ترڅو مشرقي ولايتونو ته ولاړ سي او په پاکستان ځوابيه بريد وکړي.
پاچا زياته کړه چې پاکستاني پوځ غواړي د ډورنډ کرښې ديخوا او پورې غاړې وروڼه د ورته کارونو په ترسره کولو سره په جنګ اخته کړي.
ده وويل((د ډورنډ کرښه د دوه ورڼو ترمنځ د ظلم نه منونکې تېره سوې کرښه ده چې هيڅ وخت به يې دواړو خوا ته پر اته ورڼه سره نه بيل او نه هم په جنګ واچوي.))
د ده په وينا چې پاکستان د خپلو ګټو له پاره افغان اولس د ځان قرباني کړى او غواړي په همدې ډول خپل اهدا ف تر لاسه کړي خو په خبره يې چې اوس د پولې دواړو خواو ته پراته خلک پوهېږي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د ګټو قرباني يې سي.

Copyright Larawbar 2007-2024