کور / خبرتیا او پيغامونه / دوېم عالمي پښتو کنونشن به په مارچ ٢٠١٢‌ء کښې کېږي

دوېم عالمي پښتو کنونشن به په مارچ ٢٠١٢‌ء کښې کېږي





پېښور: د پښتو ادبي چمن ټل د پرېس ريليز ترمخه په پېښور کښې به په مارچ ٢٠١٢ء کښې دوېم پښتو عالمي کنونشن کېږي چې تياريانې ورته د اوسه نه شورو شوې دي. د کنونشن مشرانو پروفېسر اسير منګل، سليم بنګښ او ملک مقبول محمد په يو اخباري بيان کښې وئيلي دي چې راروان عالمي کنونشن دپاره پښتنو پوهانو او خواخوږو سره رابطې شورو دي، که په دې حقله چا سره څه وړانديزونه وي نو هغه دې د کنونشن ملګرو سره رابطه وکړي چې په دې نازک وخت د پښتون قام بقا او سلامتيا دپاره ادب کوم کردار ترسره کولے شي.