دکورنيو چارو د وزير غونــډي ته ورغلــئ قامـي مشر ووژل شو

34 | مارچ 15th, 2008


دهرات امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو نن دهرات په شنډنډ ولسوالي کې يو قامي مشر ارباب عبدالرحيم وژلئ دئ  دغه قومي مشر په هغه غونډه کې د ګډون په موخه د شينډنډ مرکز ته ورغلئ وو چې د کورنيو چارو وزير انجنير ضرار احمد مُقبل هم په کې ګډون درلود.


 دکورنيو چارو وزير دامنيت دڅېړلو په موخه شنډنډ ولسوالي ته تللــئ وو . پېښه دزېرکو سيمي ته نېژدې شوې ده او دوه پوليس هم ټپيان شوي دي دچارواکو په وينا دپوليسو رينجر موټر هم بريد کوونکو له ځان سره بېولــــئ دئ .

Copyright Larawbar 2007-2024