کور / خبرتیا او پيغامونه / د خپلواکۍ په ویاړ د پښتون خوځښت پیغام

د خپلواکۍ په ویاړ د پښتون خوځښت پیغام

د لر او بر افغان ډیرو درنو ټبرونو
د افغانستان د خپلواکۍ ۹۲یمه کلیزه په داسې وخت کې رارسېدونکې ده چې اوس هم افغانستان د بشپړې خپلواکۍ خاوند نه ګڼل کېږي، د بهرنیو ځواکونو شتون ، د ګاونډیو لاس وهنه، کورنۍ جګړه او نور د دې لامل ګرځېدلي چې په هیواد کې فقر، غربت، بی روزګاري، فساد، نا امني او تعصب نور هم مخ په زیاتېدو شي.
د هیواد سیاسي کړکېچ ورځ په ورځ مغلقېدونکی دی، بېوزله خو غیرتي افغانان د اسلام او مذهب په نامه د پردیو په لومو کې بند پاتې دي، همدارنګه د دې سپېڅلې ورځې د رارسېدو په وخت ځینې کړۍ د هیواد د تجزیې ناوړه امیدونه لري چې هېڅکله به پوره نشي.
پداسې یو حالت کې مونږ افغانان باید پدې هڅو کې واوسو چې څرنګه هیواد لدې کړکېچ څخه وژغورو، څنګه د ریښتونې ازادۍ او خپلواکۍ خاوندان شو، څنګه دا د پردیو جګړې ته د پای ټکی کیږدو او بیا څنګه د یو پرمختللي افغانستان جوړونکي شو چې د سیمې د هیوادونو په کچه یې ساری کم وي.
پښتون خوځښت تر هر څه د مخه د امن په لمن کې ژوند کول اړین بولي او خپلې لومړنۍ هڅې د سولې د راستو لپاره کاروي بیا خپل ولس ته د پوهنې رڼا او سیاسي شعور په لاس کې ورکول د دې ناورین څخه په له مېنځه وړلو کې ضروري ګڼي.
راځۍ افغانانو یو بل ته لاسونه ورکړو، د یووالي او پرمختګ سوچ له ځان سره کړو ، راځۍ  د نورو اسلامي هیوادونو پشان مونږ هم د ژوندانه په خوند ځانونه پوه کړو، مونږ هم د ټیکنالوژۍ خاوندان شو، د نورو په څېر خپل بچي په امن کې د ښوونځیو په لور ولېږو، مونږ هم په نړیواله کچه پوهنتونونه ولرو ، مونږ هم په نړیوالو معیارونو سمبال هوایي ډګرونو، لویو لارو، تعمیرونواو ښارونو په لرلو سره د دې ښکلې نړۍ له ژوند څخه خوند واخلو.
بیا همدارنګه د ریښتوني جمهوریت او یوې قوي خارجه پالیسۍ په لرلو سره د اسیا په منځ او د ګاونډیانو تر څنګ خپل د ازادۍ تور،شین،زرغون بیرغ پورته کړو.
د یو ریښتوني خپلواک، ازاد، متحد او پر مختللي افغانستان په هیله
د خپلواکۍ ورځ مو مبارک شه
مننه
د پښتون خوځښت اداره
د خپرونو څانګه