دوه فرانسوي خبریالان پسله یو نیم کاله خوشی سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 29th, 2011


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی لیکی چی هغه دوه فرانسوي ژورنالیسټان چی طالبانو یو نیم کال مخکی یعنی د ۲۰۰۹ په ډسمبر کی د کابل په ختیځ کی نیولی وو ، نن خوشی سول . راپور وایی چی طالبانو فرانسې ته خپل شرایط وړاندی کړي وو خو دا چی نن هغوی ( د ترجمان په شمول )ایله سول معلومه نه ده چی غوښتنی یې منل سوي دي که یا . طالبانو څو میاشتی مخکی د هغوی ویډیو هم خپره کړې وه .
راپور زیاتوی چی دغه ۴۷ کلن او ۴۶ کلن خبریالان نن په تګاب کی فرانسوي پوځ ته ورسېدل او ولسمشر نیکولای سرکوزی او خارجه وزیر ډیره خوښی وښودله او دواړه به څو ساعته وروسته فرانسې ته ورسیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024