نيمروز: د ماين چاودني ١٨ مسافر مړه او ٣٠ ټپيان کړل

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 1st, 2011


د نيمروز ولايت چارواکي وايي برايي ماښام يو ٣٠٣ مسافر وړونکى موټر پر ماين ختلى چي له امله يې ١٨ تنه مړه او ٣٠ ټپيان سول.
د نيمروز امنيه قومندان عبدالجبار پردلي د آزادۍ راډيو ته ويلي چي په ټپيانو کي د ١٨ تنو حالت د ډاډ وړ نه دئ، ښايي د مړو شمېر تر دې ډېر سي.
نوموړي د دې پېښي ملامتيا د طالبانو پر غاړه اچولې ده، خو طالبانو يې په هکله څه نه دي ويلي.
دا چي په پېښه کي وژل سوي کسان ټول ولسي وګړي دي، ښايي طالبان هم پر پښېمانه سي.

Copyright Larawbar 2007-2024