هلمند : يو قومي مشر ووژل سو

عطاالله محمدي | جولای 2nd, 2011


په هلمند ولايت کي نن ورځ يو قومي مشر او د ګرشک ولسوالۍ د ټولنيزي شورا غړى محمد خان د ناپېژاندو وسله والو له لوري د دې ولسوالۍ د ميرمنداب په سيمه کي ووژل سو .


د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه دا کار غندي او هغه د وسله والو طالبانو بولي .


په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .


Copyright Larawbar 2007-2024