کور / سياسي / دژنيودلمړي کنفرانس ياد

دژنيودلمړي کنفرانس ياد

ددښوروي لښکرو په وړاندي مجاهدينو دمقا ومت توندواله ددې باعث سوه چي ملګري ملتونه دافغانستان په قضيه کي ځانونه دخيل وښوي ځکه نوروسانوته ددوئ په اصطلاح دقانوني وتلولپاره په ژنيوکي دمذاکراتولړۍ پيل کړه ،خودژنيومذاکرې دوه درې ځلي دنامعلومودلايلوله رويه له ځنډسره مخ سوې د۱۳۶۷ لمريز كال دمرغومي پر ۱۲ نېټه دملل متحددحقوقي چاروكارپوه دكابل دڅرخي پله له زندانه كتنه وكړه چي دبنديانوله رسمي وضعي څخه رپوټ تهيه كړي تردې راوړاندي دهمدې كال دمرغومي پر ۱۴نېټه دامريكې دمتحده ايالتونوددباندينو چاور وزارت سياسي مرستيال اسلام ابادته سفروكړاوهلته يې دافغانستان دسياسي دقضيې دحل په مورد دپاكستان دجمهوريس جنرال ضياالحق سره وكتل
تردې يوه ورځ مخكي دايران دسنامجلس ريس هاشمي رفسنجاني دمطبوعاتوله لاري په ډاګه كړه چي ايران چمتودى دروسانوسره له افغانستانه دهغوئ دوتلوپه اړ وندخبري وكړي درفسنجاني ددې څرګندوني سره جوخت دتركيې هيوادداخوان المسليمن سازمان مشرنجم الدين اربکان په مشري دازادورسنيودژورنالستانودافغانانوسره دخواخوږي په نيت کنفرانس دايركړاوپه دې کي يې له روسانو وغوښتل چي له افغانستانه ووزي
دامريكې ددباندنيو چارودوزارت دسياسي مرستيال ترڅنګ چي څه ډول يې اسلام آبادته سفردردرلود په همدې ورځ دشوروي اتحاد ددباندنيوچاروزير(ايډوارډ شيوارد نادزي) كابل ته راغى دكابل دحكومت ته يې دستوروکړچي يوپلاوي دژنيو مذاكراتوته چمتوكړي
پاكستان داومنل چي دوئ به له روسانوسره په دې شرط خبره كوي چي دافغانستان دمؤمن ملت دګټوپرتاوان به نه وي ددلوي دمياشتي پر ۵ نېټه دملګروملتونوخاص استازي (ديا ګوكور دوويز )لمړى پاكستان ته راغى اودلته يې دپاكستان دصدراعظم محمدخان جونجوسره خبري وكړې ۱۵ ورځي وروسته بياافغانستان ته راغى اودلته يې دلوړپوړوچاروواكو سره دژنيومذكراتوپه اړوندخبري وكړې وروسته يې په همدې ورځ پاكستان ته سفردرلود چي موضوع دكابل دحكومت ترڅنګ دپاكستاني مقاماتوسره شريكه كړي
دياكوردوو ويزپه پاکستان كي دپاكستاني مقاماتوترڅڼګ دمجاهدينوداووتنظيمودهئيت له مشر(مولوي محمديو نس خالص) سره وكتل درې ورځي وروسته دشوروي اتحادددباندينوچارووزيراسلام ابادته سفردرلوداوله هغوئ سره يې ځانګړي خبري ودرلودې
تردې يوه ورځ وروسته دشوروي اتحادجمهوريس په دې اړوندغبرګون وښود: که په ژنيوکي مجلس مثبته پايله ولري روسان به دلسومياشتو په اږدو كي له افغانستانه ديوه ټاکلي مهالوېش له مخي ووزي خو که دا مذاکرې ناکامي يا بې پايلي سي اوکه نه نورموږ له افغانستانه وتونکي يو
په دا وخت دپاكستان استازي زين نوراني وويل چي ترهغه به دژنيوپرموافقې امضاونه كړي ترڅوچي په افغانستان ديوه اسلامي حكومت دجوړيدواودهغه درسميت كارنه وي بشپړسوي دتركيې هيوادهم دهمدې نظرپه تائيدوويل چي په افغانستان كي بايديودخلګو نظام را منځته سي
دسلواغې پر ۲۸ نېټه دافغانستان پخواني پاچا محمدظاهرخان دايټاليې په پلازمينه روم کي خپله چوپتياماته کړه او وې ويل:چي سمدستي چمتونه دئ چي دافغانستان مشرتابه دي مؤقتاًپرغاړه واخلي
دحوت پر ٢ نېټه دايران روحاني مشر(علي خامه نيي)په افغانستان كي دافغانومجاهدنودحكومت پر جوړېدو ټينګاروكړدحوت پر ۵ نېټه دامريكي دمتحده ايالتونواستازي(ارماكوست)بياپاكستان ته سفروكړاو هلته يې دمجاهدينودپلاوي دمشرمولوي صاحب خالص سره بياوكتل تردې راوروسته مجاهدينوخپل داووه ګوني اتحاد مشرانجنيرحكمتياروټاكه اوهغه په هر ډول په ژنيوكي دكابل رژيم له استازوسره دمخامخ كښېنستلوخبره ردكړه
دنوموړي د رد څخه درې ورځي وروسته دحوت پر ۲۹ نېټه دكتورنجيب الله ديوه فرمان په ترڅ دافغانستان په ټولولويواو وړواداروكي دماركس،انګلز،سټالين اولينن دعكسونودراتاكولواوله منځه وړلوامروركړ
ددې سره جوخت څوترڅوورځي راوروسته داردن پاچا (ملك حسن) پاكستان ته سفر وكړاو دخپل سفرپه ترڅ كي يې له پاكستاني مقاماتووغوښتل چي دژنيودخبرودځنډ دله منځه تللو په اړونددي له ملل متحدسره مرسته وكړي ترڅودملګروملتونوترچترلاندي دژنيومذاكرات بيرته له سره پيل سي همداووچي يوه اونۍ وروسته دژنيومذاكرات دمجاهدينودګډون پرته پيل سول ددې خبرواترودپيلېداسره دمجاهدينويوه پلاوي داميرحمزه په مشرۍ داسلامي كنفرانس په غونډه كي ګډون وكړددې ترڅنګ رونالډرېګن دامريكې جمهور ريس په ټليفون كي دپاكستان له جمهورريس جنرال ضياؤالحق څخه غوښتنه وكړه چي دژنيو دمذاكروپه اړ ونددي دخنډونوپه ليري كولوكي همكاري وكړي همداووچي پا كستاني سرپرست لومړي وزير زين نوراني وويل : موږ دامريكې دمتحده ايالتونودتائيدپرته دمجاهدينو په استازيتوب دژنيوتوافق نامه امضاكوو ؛
دمجاهدينوداتحادمشرانجنيرحكمتيارديوه مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ کي دپاکستان په غبرګون كي وويل : موږ چاته اجازه نه وركووچي دمجاهدينوپرته دي دمجاهدينو په استازيتوب دژنيو مذاكرې لاس ليك کړي
دروسانودپورته تصميم سره چي نورله افغانستانه پښې سپكوي ملګروملتونود۱۳۶۶ لمريز كال په دجوزا مياشتي پر ۱۴ نېټه په ژنيوكي غونډه تركارونيوله په دې غونډه كي دشوروي اتحاد،امريكې متحده ايالتونو،پا كستان هيواداوافغانستان دحكومت استازوته دناستي بلنه وركوله سوه خو دجګړې اصلي جبهه((مجاهدين))له صحنې ګوښه اودکوم ګډون چانس يې ورنه کړ دا هغه وخت وو چي څه موده مخکي په همدې ژنيوکي دشوروي اتحاد او امريكې دمتحده ايالتونوداستازوترمنځ دتړلو در وازو تر شاه پټي خبري سوي وي
څه موده پس د١٣٦٧کال په حمل کي دشوروي، امريكايي پاكستاني اودكمونيستي هيوادونو داستازوتر منځ په ژنيو كي بيا خبري وسوي اودخبروپه پايله كي دشوروي اتحاددڅلوېښتم لښكرددلګيو وتل دنهو مياشتو په لړ كي پلان سوه
چي دوتلو نېټه د۱۳۶۷ لمريز كال دجوزا له ۲۶ نېټې څخه دهمدې كال دسلواغې تر ۲۶ نېټې پوري تعين سول
په ملل متحدكي دشوروي اتحاداوامريكې دپلاوترنظر لاندي په پنځومادوكي دافغانستان دخلق ديموكراتيك حكومت اوپاكستان اسلامي جمهوريت ترمنځ لاسليك سوه
چي مختصره طرحه يې په لاندي ډول ده
1. ددواړو هيوادونوترمنځ به راتلونكي يوله بله په دواړوهيوادونوكي دنه مداخلې پراساس ولاړوي((يو دبل په چاروكي به مداخله نه كوي ))
2. دا ماده له دوولسوفقروڅخه متشكله سوې وه چي عمده يې ټكي يې((يوتر بله ملي حاكميتونوته درناوى،ديواو بل له حقه نه محروميت،دهرډول قوې او اسلحې دكارېديني په موخه يواو بل ته نه تهديد، داقتصادي او فرهنګي مسايلوپه اړ ونددعدم اختلال مد نظرنيول،له هرډول مسلحي مداخلي څخه يودبل په چارو كي ډډۀ ،دهرډول سبوتاژمخنيوي،يودبل په هيوادنوكي دافوزيسيونودغيرمسلح تشويق نه موجوديت،په وسله باندي دمخالفينونه تجهيز،له پروپاګنډه لاس اخيستل، دنورو مهاجرونه منل پكښي شامل وه
3. دا پرېكړه ليك د۱۳٦۸ دمي دمياشتي له ۱۵ نېټې څخه مورد اجراوو
4. دواړواړخونه مكلف وه چي ددې پريكړه ليك ددوهمي مادې په ټولواړخونو به عمل كوي
5. دا پركړه ليك په پښتو ، انګليسي او اردو ژبودملګروملتونوپه سازمان كي ساتله كېږي
وروسته ددې پرېكړه ليك په لاندي متن كي دافغا نستان اوپاكستان ددباندنيوچارودوزيرانولاس ليكونه سوي دي
دشوروي اتحادلښكري دمهالوېش سره سم پر ټاكلې نېټه خپل تګ پيل كړاوپرټاكلې نېټه پاى ته وروساوه
ځکه نو دژنيو مذاكرو لړۍ پيل او په بېړه پر مخ بوتله سره تردې چي څوځلي ددې مذاکرو لړۍ پيل سوه هډو يوه نيم کال په لړ کي يې دوه ځلي توقف وکړ ددرېيم ځل څخه مخکي دشوروي اتحاد جمهورريس ميخائيل سرګېوچ په ډاګه وويل چي که دژنيو مذاکرې پرېکړه وکړي که يې ونه کړي موږ به له افغانستانه څلوېښتم لښکر باسو همدا وو چي دملل متحد داستازي دياګو کوردوويز په منځګړي توب په ژنيو کي غونډه داسي را وبلل سوه چي په موضوع کي دخيل هيوادونه په غونډه کي حاضر سول ،خوخبري په ژنيودروسي اوامريکايي لوړپوړوچارواکو تر منځ دبندودروازوتر شا تر سره سوې چي وروسته پر داسي موافقه باندي لاس ليک وسو چي دنهومياشتو په لړکي دټاكلي مهال وېش له رويه روسان په پوره توګه له افغا نستانه ووزي په دا مهالوېش کي دامريکې،شوروي اتحاد ،پاکستان اوافغانستان حکومتونو استازيو لاسليکونه وکړل ن