په لوګر کي د نجونو تړل سوي ښوونځی پرانستل سوې

د لراوبر اداره | جولای 3rd, 2011


 د لوګر د مرکز اړوند د پورک د نجونو لیسي دروازه چې د تیرو ۴۴ ورځو را په دیخواه د زده کوونکو پر مخ د دولت د مخالفينو له لوری تړل شوی وه نن د روان کال د چنګاښ په ۱۲ مه د زده کوونکو پر مخ بیرته خلاصه شوه.
نوموړی ښوونځي د لوګر ولايت د پوهنې رياست چارواكو، د ديني علماؤ او قومي مخورو په مرسته او د مخالیفنو سره د خبرو او مذاکری له لیاری د ۴۴ ورځو ځنډ وروسته بيا فعاله شوه.
د یادونۍ وړده چې د دغه ښوونځي د تړل كيدو له امله ۱۵۷۰ نجونې له زده كړې بې برخې شوي وو.


د پوهنی وزارت لخوا په يوه بل خبر کي ويل سوي چي د ارزګان ولایت د مرکز اړوند د ملالی د نجونو لیسي نوی ودانۍ ګټي اخستني ته چمتو او په رسمي ډول پرانستل سوه .

Copyright Larawbar 2007-2024