قدير فطرت: اعدام ته حاضر يم!
د افغانستان بانک پخوانى رئيس عبدالقدير فطرت وايي که پر لګول سوي تورونه ورباندي ثابت سي اعدام ته حاضر دئ.
نوموړي دغه خبري له يوې المانۍ خپروني سره په تازه مرکه کي کړي دي.
ډاکټر فطرت تېره اونۍ په افغانستان کي ځانته د ورپېښ خطر په خاطر په امريکا کي له دندي استعفاء وکړه. نوموړي وويل د کابل بانک په فساد کي رسوا سوو زورورو د مرګ ګواښونه ورته کوله، خو د افغانستان حکومت وايي فطرت يو له هغو کسانو وو چي د کابل بانک په فساد کي يې لاس درلودئ او د لويي څارنوالۍ له تحقيقاتو تښتېدلى دئ.