اسلام آباد: اپرېشن پېل شو ګڼ افغانان نيول شوي

34 | مارچ 16th, 2008


دماښامنۍ چاودنې وروسته پاکستاني امنيتي ساتونکو په اسلام آباد کې عمليات پېل کړل او تر دامهاله يې تر سلو زيات کسان نيولي دي ، له اسلام آباد څخه يوشوه افغان چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي لراوبر ويپاڼي ته وويل چې په نيول شويو کسانو کې ډېره برخه مزدور کاره پښتانه او افغانان دي . پوليس هغه کسان نيسي چې شناختي کارډونه نه لري او په سيمه کې اوسېږي . دپلازمېني تقريباً ټوله هوټلونه پلټل شوي او همداراز دکچه آبادي په نوم راولپينډۍ ته څېرمه کلى هم دعملياتو برخه ده .

Copyright Larawbar 2007-2024