اقتصاد : جاپانی فابریکې باید د برېښنا په استعمال کي کمښت راولي

مختار احمد احسان | جولای 4th, 2011


د جاپان د حکومتي چارواکو په وینا باید جاپانی فابریکې د تېر کال په پرتله ۱۵٪ کمه اندازه برېښنا استعمال کړي .

د روان زېږدیز کال په پيل کي د زلزلې له کبله د فوکوشیما نومي اټومی بټۍ ته زیان اوښتئ، چي اوس مهال د تېر په شاني پوره برېښنا نه سي تولیدولای . همداډول اوس د فابریکو څخه غوښتنه سوې، چي د سپټمبر تر ۲۲مي نېټې پوري د کمي اندازې برېښنا څخه ګټه واخلي .

دا د ۱۹۷۴ زېږدیز کال د بحران راهیسي لومړنی ځل دئ، چي د جاپان حکومت د فابریکو څخه د برېښنا د لږ استمعال غوښتنه کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024