كندهار:دتيلونرخونه بيالوړسوي
دجنوبي حوزې په ولاياتوكې دتيلودبيې له لوړوالي څخه بياشكايتونه راپورته شوي اووايې چې دتيلويوليترپه ۶۰ افغانيورانيسي .
دتيلودغي لوړي بيې دخوراكي توكوپه گډون دژوندانه پرډيرونورو لمړنيواړتياوو باندي خپل پراخ تاثيرات اچولي .
خوپه كندهاركې دتيلوتجاران وايې چې لويه ستونزه اوس داده چې دايران له لاري دترانيزيټي تيلوواريديدل بندسوي اوتجاران مجبوردي چې يوازي دايران تيل رانيسي .
په كندهاركې دتيلوپلورونكوداتحاديې غړى حاجي محمدآغا لراوبرته وويل چې دوى تردې مخكې له عراق ،كويټ اوځيني نوروعربي مملكوتوڅخه دايران له لاري واريدول چې بيې يې هم ټيټي وې .
دى زياته وي چې اوس دغه ترانيزيټي لاره هم ايران بنده كړې اوهغه تيل هم تراوسه پوري افغانستان ته ندي واريدسوي چې له ايران سره يې افغان حكومت قراردادكړى وو .
ولسي وگړي بياوايې چې دغه ټولي ستونزي ددوى داوږوباردى چې پدغه ټيټ اقتصادكې يې دهيڅ ډول پورته كولوتوان نلري .