کور / تازه خبرونه / طالبان :په هلمندكې موبرمته كړى برتانوى وواژه

طالبان :په هلمندكې موبرمته كړى برتانوى وواژه

ايساف نن ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي چې ددوى يوسرتيرى په جنوب كې لادركه سوى .
ايساف پدې اړه زيات څه ندي ويلي چې ايادغه سرتيرى يې وژل سوى اوكه لاهم ژوندى دى
خووسله وال طالبان بيا وايې چې دوى هغه بهرنى سرتيرى وژلى چې په جگړه كې يې برايې ماښام برمته كړى وو .
دبرتانياددفاع وزارت بياخبروركړى چې دغه سرتيرى برتانوى دى اوددندې پرمهال لادركه سوى .
دوسله والوطالبانووياندقاري يوسف احمدي رسنيوته وويل چې تيره شپه يې دهلمنددگرشك والسوالۍ په وليزو سيمه كې له بهرنيوځواكونوسره جگړه كړې اودغه بهرنى عسكريې لمړى برمته كړى اوبيايې هغه مهال وواژه چې دهغه دخلاصون لپاره نړيوالوځواكونوپلټونكې عمليات پيل كړل .
خودگرشك اوباباجي ترمنځ دپوليسويوه افسردنوم نه ښودلوپه شرط وويل چې دغه بهرنى عسكرپرون مازيگرپه گرشك والسوالۍ كې دخپل كمپ له مخي څخه تښتول سوى .
دى زياته وي چې برايې ماښام دمالگيراو وليزو په سيموكې نړيوالوځواكونوعمليات هم لرل خوپدې باب يې زيات معلومات نلرل .
تردې يونيم كال مخكې په لوگراوپكتيكاولايتونوكې هم دايساف ۳ سرتيري وسله والوطالبانوبرمته كړي وو چې ۲ يې په لوگراويويې په پكتيكاولايت كې وو .