کور / تازه خبرونه / كندهار:ايساف هوايې عمليات كړي او۱۲ كسه يې وژلي

كندهار:ايساف هوايې عمليات كړي او۱۲ كسه يې وژلي

په كندهاركې نړيوالوځواكونوهوايې عمليات كړي او د۱۲ وسله والوطالبانو دوژل كېدوادعاپكښي سوې .
دغه هوايې عمليات نن اوپرون دژړۍ په والسوالۍ كې سوي .
دكندهارمطبوعاتي دفترپه يوه ويناپاڼه كې وايې چې نن مازيگردژړۍ والسوالۍ دپرمختيايې شورادغړوموټردكندهارښارپرلوري دتگ په حال كې وو چې ددولت وسله والومخالفينو داشوغو په سيمه كې ورباندي بريدوكړچې دشوراهيڅ يوه غړي ته مرگ ژوبله نده اوښتې
خبرپاڼه ليكي چې ترپېښي وروسته ايساف ځواكونووسله وال بريدكونكې په نښه كړل چې په ترځ كې يې ۲ وسله وال ووژل سول او۵ نورټپيان سول چې ۲ پكښي دسيمي باغوانان دي .
خبرپاڼه ددغوولسي خلگودټپي كېدوعلت داوبولي چې وسله والوپه يوه باغ كې پناه اخيستې وه
خبرپاڼه په يوه بله جلاپېښه كې چې هغه تېره شپه ناوخته ددې والسوالۍ په پاشمول سيمه كې رامنځ ته سوې ، د۱۰ وسله والوطالبانودوژل كېدوخبروركوي .
منبع زياته زياته وي چې دسيمي په يوه باغ كې دوسله والويوې ډلي دبريدلپاره چمتوالى نيوه چې نړيوالوځواكونوورباندي بريدوكړ.
تراوسه خپله طالبانوپدې باب خپل نظررسنيوته ندى څرگندكړى.