کور / سياسي / دمسلمان پښتون اواتوم بم کارپوه عبدالقدیرلنډه پېژندنه

دمسلمان پښتون اواتوم بم کارپوه عبدالقدیرلنډه پېژندنه

(لومړۍ برخه)



ليکوونکی :


پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ  (  جرمني)  


نيټه :  دمارچ میاشتې شپاړسم ،   ٢٠٠٨ زکال 


سریزه :


په ١٩٩٨ ز کال کې  دنړۍQadir khan لومړی اسلامي اتوم بم د يومسلمان پښتون ساينس پوه ډاکتر عبد القدير خا ن په نوښت او ابتکار سره جوړشو.  په هغه وخت کې هم دنړۍ ډيرو هيوادونو،خو په تيره بیا دهند وستان واکمنودپاکستان هستوي ازموینوپروړاندې کلک مخالفت او غبرګون وښود. په یوه تلویزیوني مرکه کې هغه ټینګاروکړچې دهرهیواددايومسلم اومشروع رښت دی چې دبهرني دښمن دیرغل څخه خپل ولس وژغوري اودهیوادخپلواکی دساتنې په خاطردهرډول پوځي اوتخنیکې امکاناتوڅخه کارواخیستل شي . ترټولواړينه خبره داده چې داتومي انرژۍ څخه دبريښنادتوليد په موخه ګټه اخیستل اویاپه پوځي  لاره کې ناوړه کاراخیستل پخپله دانسان په نيت اوعمل پورې اړه لري .  دبیلګې په توګه سړی کولای شي چې دیوې خوا دخوراکې شیانولکه بادرنګ ، خربوزه ، ترکاری اونوروشیانود پرې کولوپه موخه دیوه چاقوڅخه سوله ایزه ګټه پورته کړي خوبلخوا دهمدې چاقوڅخه دانسان اویاحیوان وژنې لپاره هم ناوړه کاراخېستلای شي . په یوه بله تلویزیونې مرکه کې ډاکترعبدالقدیرداپه ګوته کړه چې دپاکستان اتومي بم له برکته همدادیرش کاله کیږی چې دپاکستان اسلامی هیواد په سوله کې ژوندکوی اودهندوستان دهراړخيزيرغل څخه په امن کې ساتل شوی دی.


په ٢٠٠٦ زکال د سېپټېمبرپه میاشت کې ډاکترعبدالقدیر دپروستاتا سرطان ناروغۍ له کبله  په کراچې ښارداغاخان په روغتون کې عملیات شو. ٢٠٠٨ زکال کې دمارچ میاشتې په پېنځمه نيټه دخبررسنیوله مخې نوموړی ساینسپوه یوځل بیا دانتاني ناروغۍ له کبله په روغتون کې تردرملنې ونیول شواوڅوورځې وروسته بیرته جوړتیارخپل کورته راغی . په ٢٠٠٤ زکال کې  ډاکترعبدالقدیرپه دې تورن شو چې ګڼه نورواسلامي هیوادونولکه ایران  اوليبیا ته يې داتومي بم تکنالوژي اوپوهه په پټه کې ورکړې ده . همدا لامل ووچې نوموړی ساينسپوه تر ٢٠٠٧ زکال پورې په خپل کورناست او تر نظارت لاندې وه.  داسوسېیتېد پریس Associated Press په حواله که څه هم د ٢٠٠٧ زکال  جولاې میاشتې څخه راپدې خوا نوموړی ساينسپوه دنظارت بندی څخه بیرته  خلاص شوی دی خوبیا هم دهغه ټول کړه وړه دچارواکو ترڅارنې لاندې دي .


اصل اونسب :


  ډاکترعبدالقدیر په  خټه یو افغان پښتون دی  چې اوس په لره پښتونخوا (پاکستان)کې ژوندکوي . نوموړی  دهغوپښتنوقبيلواوټبروڅخه دی چې د افغانستان د غور ولایت څخه  د شېر شا ه سوري دواکمنی په موده کې هند ته تللې او هلته ميشت پاتې شويدي . همدالامل دی چې  ډاکترعبدالقدیر دځینو توغندیونومونه دافغانستان غورسیمې په وياړ دغوري توغندیو په نوم نومولي دي . 


ژوندلیک :


دکوزې پښتونخوا( پاکستان) د اتومي بم پلار ډاکټر عبدالقدیر خان د اپرېل په ٢٧مه نیټه ١٩٣٦زکال د هند بهوپال ښار په یوه روڼ انده، دینداره ، مسلمانه  پښتنه  کورنۍکې زيږیدلی دی . د پلار نوم یې عبدالغفور خان وو، چې د ښوونې او روزنې په څانګه کې په کاربوخت وو. لومړنی اومنځنی  زده کړې يې د حمیدیه په ښوونځی کې بشپړې کړې دي .


د١٩٤٧ کال څخه وروسته په هندوستان کې  ډیرمېشت مسلمانان دهندوانوله زورزياتی  اوظلم څخه اړشوه چې پاکستان ته مهاجرت وکړي .  په١٩٥٢ زکال کې دهغه کورنۍ هم لکه دنورومسلمانانوپه توګه دپاکستان کراچي ښارته مهاجره شوه. په ١٩٦١  ز کال کې جرمني ته راغی او   د  برلين  ښار په تخنيکي پوهنتون کې يې لوړې زده کړې تر سره کړې .  په  ١٩٦٧ زکال کې يې دهالیند هیواددلفت Delft تخنيکي پوهنتون څخه   د فلزاتوتکنالوژي په څانګه کې دانجينري ديپلوم اوپه ١٩٧٢ زکال کې يې په نوموړې څانګه  کې دبلجیم هیوادلیوین  Leuven په پوهنتون کې د ډاکتری شهادتنامه ترلاسه کړه. د١٩٧٢ څخه تر١٩٧٥ زکال پورې دهالینډهیواد د یورانیوم دغني کولوپه یوه نامتواوپرمخ تللي څېړنيز مرکز یورینکو (Urenco )کې په کار بخت وه.   په ١٩٧٦ زکال کې دپاکستان صدراعظم زولفقار علي بوټوله خوا خپل هیوادته راوبلل شواوسمدلاسه دپاکستان داتومي انرژۍ کمسیون  دیوه وتلي غړي په توګه وټاکل شو. په ١٩٨١ زکال کې دپاکستان رئيس جمهورضياالحق  په غوښتنه ديورانیوم دغني کولوڅيړنيزلابراتوار چې اسلام اباد ته نږدی پروت دی ، دډاکترعبدالقدیرپه ویاړ دهغه په نوم ونومول شو (A.Q.Khan Research Laboratories). نوموړی د١٩٧٦ زکال  څخه راپدې خواپه دې څېړنيز لابراتوارکې د مسئول مشرپه صف په کاربخت وه.



په درنښت


(دلومړۍ برخې پای)