کور / تازه خبرونه / کندهار: په ښاروالۍ کي ۶۸ مامورين په دندو وګمارل سوه

کندهار: په ښاروالۍ کي ۶۸ مامورين په دندو وګمارل سوه

د څو ورځو په جريان کي د کندهار ښاروال د خالي بستونو لپاره تر دوو زياتو کانديانو له ډلي څخه اته شپېته تنه مامورين چي زيات شمير يې دولسم ټولګى فارغين او پاته نور يې د پوهنتون څخه فارغه سوي په دندو وګمارل.
 
کندهار ښار وال ښاغلي غلام حيدر حميدي چي نن يې د کندهار د مطبوعاتو او رسنيو په مرکز  کي خبري کولي د يادو کسانو په استخدام خوښي وښودل او وويل(( د ښاروالى د پرسونل په پوره کيدو سره به  ډير ژر د ښاروالى په چارو کي د پام وړ بدلون راسي او هغه ستونزي چي پخوا ولسي خلګو د پرسونل د کمى په وجه درلودې ليري سي.)) . نوموړي وويل چي د حفظ الصحې په نوم يوه نوې څانګه پرانيزي او ددې لپاره يې پر ډاکټرانو ږغ وکړ چي کارکولو لپاره کندهار ښاروالۍ ته مراجعه وکړي .


له بلي خوا د کندهار ښاروال په اړه نيوکي د تېرو شاوخوا دوو کلونو په پرتله په دې وروستيو کي زياتي سوي دي ، يوه سپين ږيري طبي ډاکټر لراوبر ته وويل چي ښاروال رسنيو ته يوڅه وايي خو په عمل کي بله څه کوي ، هغه وايي د ښاروال  بد سلوک نور نو د زغملو وړ نه دی ، نوموړي وويل چي ښاروال دده په مخ کي سپين ږيرو او مشرانو ته سپکي سپوري وويلې او د پوليسو په زور يې له خپله دفتره و ايستله .


خو ښاروال بيا دا هر څه نه مني او وايي چي دده په راتګ سره د ښاروالۍ په چارو کي د پام وړ پرمختګ سوی دی .