کور / تازه خبرونه / ډيويډ کامرون افغانستان ته راغلى دئ

ډيويډ کامرون افغانستان ته راغلى دئ

د برتانيې صدراعظم پرون په يوه پټ سفر افغانستان ته راغلى دئ او په هلمند ولايت کي يې له خپلو پوځيانو سره وليدل.
ډيويډ کامرون د خپل سفر پر مهال ژمنه وکړه چي له افغانستان څخه به د ٢٠١٢ کال تر پايه د پوځيانو يوه برخه وباسي.
نوموړي د وتونکو پوځيانو شمېر اعلان نکړ، خو برتانوي رسنيو پخوا لا ويلي وو چي له ٥٠٠ څخه تر ٨٠٠ پوځيانو پوري به وايستل سي.
ټاکل سوې وه چي کامرون د لښکرګاه ښار ته هم ولاړ سي، خو خپل سفر يې په دې پلمه لغوه کړ، چي څرخکه يې ورک برتانوى پوځى ولټوي.
کامرون پر داسي مهال هلمند ته ورسېدى چي يوه ورځ دمخه يې په ګريشک ولسوالي کي يو عسکر د کمپ له مخ څخه طالبانو تښتولى او بيا وژلى وو، چي اوس وايي مړى يې په يوه دښت کي پيدا سوى دئ.

يو بل خبر وايي چي ډيويډ کامرون نن تر غرمې دمخه په ارګ کي له ولسمشر کرزي سره وليدل او په يوه خبري کنفرانس کي يې له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو ژمنه وکړه.