کور / سپورټي / د احمدشاه ابدالي په روان ټورنمينټ کي آمو لوبډلي ٢ لوبي وګټلې

د احمدشاه ابدالي په روان ټورنمينټ کي آمو لوبډلي ٢ لوبي وګټلې

په کندوز ولايت کې د زونونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د احمدشاه ابدالي تر نامه لاندې د کرکټ د شل اوريزو سياليو په لړ کې نن د امو زون لوبډلې دوه لوبې وګټلې.
په دې سياليو کې د هېواد د پنځو زونونو مس عينک، بست، امو، بند امير او سپين غر لوبډلې برخه لري.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې يو مسئول وايي چې د دې سياليو په درېيمه ورځ نن لومړۍ لوبه د امو او بست زون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د نوموړي په وينا، پچه د امو لوبډلې وګټله، خو لومړۍ يې بست ته د بېټېنګ کولو بلنه ورکړه؛ د بست لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٣ منډې جوړې کړې او امو ته يې د ١٤٤ منډو هدف وټاکه.
نوموړى وايي چې د بست له لوري سميع اغا پرته له دې چې وسوځېږي، ٧٥ منډې جوړې کړې او احسان الله ٢٩ منډې جوړې کړې.
د امو زون لوبډلې دغه هدف په شلم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله؛ د امو له لوري جمعه ګل ٣٢ او فضل ځاځي ٣٤ منډې جوړې کړې.
د بست لوبډلې لوبغاړى سميع اغا د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
نوموړى زياتوي چي تر غرمې وروسته دويمه لوبه د امو او مس عينک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پچه د امو لوبډلې وګټله او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې يې ١٧١ منډې جوړې کړې او مس عينک ته يې د ١٧٢ منډو هدف وټاکه.
د نوموړي په وينا، د امو له لوري عبدالله مزاري ۴۳، نياز ولي ۳۳او جمعه ګل ۲۲منډې جوړې کړې.
د مس عينک لوبډلې ونه شو کړای،چې دغه هدف ترلاسه کړي او د اووه لوبغاړو په سوځېدو يې په ۲۰اورونو کې ۱۶۸منډې جوړې کړې.
د امو له لوري شرف څلور لوبغاړي وسوځول او ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.