کور / تازه خبرونه / طالبان: د مذاکراتو آوازې بې بنسټه دي

طالبان: د مذاکراتو آوازې بې بنسټه دي

طالبانو د یوې اعلامیې په ذریعه چی رسنیو ته یې لیږلې ، د غربی چارواکو سره د طالبانو د مذاکرو د آوازو شدیده غندنه کړې او هغه یې په قاطعیت سره رد کړي دي .
په اعلامیه کی راغلی چی لویدیځ اوس خپل شکست د اذهانو په اخلالولو او د نمایشی لوبی په جاری ساتلو کی پټوی . اعلامیه وایی چی لویدیځ مکررأ دغسی غولونکي آوازې خپروی او موږ یې مسلسل ردوو ، حتی هغه کسان یې هم شدیدأ رد کړی چی د طالبانو په استاځیتوب یې نوم یاد کړی ، حال دا چی د اسیرانو د تبادلې اړونده خبرو اترو څخه پرته چی لویدیځ ورته مجبوره وی ، نور قطعأ او هیڅکله هم موږ د هغوی سره خبری اتری نه دي کړي او نه یې کوو .
اعلامیه زیاتوی چی ځینو جنګسالارانو او مرموزو څیرو د خپلو جیبونو د ډکولو په خاطر زموږ په نوم ځینی کسان ور معرفی کړي دي خو موږ دا هر څه شدیدأ غندو او هغه درواغ بولو .
اعلامیه په پای کی لیکی چی زموږ دریځ واضح دی او هغه دا چی د خارجی اشغالګرو قواوو د شتون په صورت کی د امریکایانو سره مذاکرات د هغوی یوه جنګی حربه ده او میډیا ځکه چټی استعمالیږی چی بې سنده دغسی آوازې خپروی .