لغمان: د ځوانانو ګروپ کانکور ته د تياري دوره پيل کړل
د لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ د کانکور د چمتو والي د پياوړتيا دوره پيل کړه.
د لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ د کانکور د چمتو والي د پياوړتيا لمړۍ دوره پيل کړه هغه غونډه چې په همدې موخه په ياد کلوپ کې جوړه شوې وه په کې د لغمان پوهنتون رئيس الحاج عبدالصبور غفورزي، د سکتور خصوصي رئيس سيد احمد ساپي، د اقتصاد رئيس محمد اغا مبارز، د ولايت يوتن مشاور قاري عبدالاحد عتيد، د لغمان د ملي راډيو ټلوېزيون د نشراتو مدير الله يار تلاش او نورو ګڼ شمېر ځوانانو برخه اخستې وه په لمړي سر کې د کلام الله مجيد تر تلاوت وروسته د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ مشر عزيز الرحمن ذکي مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د کانکور د چمتو والي د پياوړتيا پروګرام په اړه وويل: پروګرام د لغمان پوهنتون د رئيس الحاج عبدالصبور غفورزي د سرپروستې لاندې ترسره کېږي چې په کې به د لسمو ، يولسمو، او دولسمو ټولګيو ټول مضامين تدريس شي، چې تدريسي چارې به يې د لغمان د عالي دارالمعلمين او د ننګرهار اسلامي پوهنتون د بااحساسه استادانو له لوري په رضاکارانه توګه ترسره شي ذکي زياته چې د لمړۍ دورې تربشبړېدو وروسته به نورې دورې هم پيل شي او په اخر کې ازمايښتي ازموينه اخستل کېږي، ټولټال 1000 تنه محصلين به ترې ګټه پورته کړي. ورپسې د لغمان پوهنتون رئيس الحاج عبدالصبور غفورزي، د کانکور د چمتو والي د پياوړتيا د رياضياتو د څانګي رضاکار ښوونکي استاد انجنير ذبيح الله يوسفزي، د ملي راډيو ټلوېزيون د نشراتو مدير الله يار تلاش، د اقتصاد رئيس محمد آغا مبارز، د ولايت د مقام مشاور قاري عبدالاحد عتيد او نورو په وار سره خبرې وکړې د کلوپ کړي کارونه يې وستايل، او دغه اقدام يې چې په لغمان کې د لمړي ځل لپاره د رضاکارانو د کلوپ له لوري نيول کېږي مهم وباله او له زده کوونکو څخه يې غوښتنه وکړه ترڅو پروګرام په غور او دقت سره تعقيب کړي ترڅو د کانکور په ازموينه کې له ستونزې سره مخ نشي او هرځوان د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالی شي، ځوانان يې د علم تر لاسه کولو ته وهڅول په ځوانانو يې غږ وکړ چې په هېواد کې د روانو ستونزو حل او سوله راوستل د ځوانانو کار دی بايد فعاله ونډه په کې واخلي، ، غونډه د دُعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.