کور / تازه خبرونه / کندهار: پرميوند ولسوالي بريد وشو

کندهار: پرميوند ولسوالي بريد وشو

دکندهار هرات پر لويه لاره پرته ولسوالي ميوند باندي پنځه راکټونه وروتوغول شول . پېښه تېر ماښام شوې او مرګ ژوبله نه ده پکښي اوښتې ، سمه ييز اوسېدونکي وايي چې راکټونه پرله پسې را وتوغېدل خو دولسوالي ودانۍ يې ونه ويشتله . ميوند دکندهار يوه له هغو ولسواليو څخه ده چې تل پکښي ورته پېښي کېږي خو مرګ ژوبله اکثره وخت نه لري . البته په همدغه ولسوالي کې تېره ورځ وسله والو طالبانو دنړۍ والو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد وکړ چپنځه موټرونه ورکي سوځېدلي او دسيمه ييزو اوسېدونکو په وينا دوه طالبانو له ځان سره بېولي دي .