روزګان : د ماين چاودني شپږ پوليس ووژل

عطاالله محمدي | جولای 7th, 2011


د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د سړک د غاړي ماين چاودني شپږ پوليس ووژل .
د دې ولايت د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مدير ګلاب خان د پېښي پخلى کوي او وايي چي بريد د سيميزو پوليسو د ګزمې پر موټر سوى او په پايله کي يې شپږ پوليس او يو تن ملکي وګړى وژل سوي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024