کور / تازه خبرونه / طالبانو د کاناډا د جنګی مأموریت د ختمېدو هرکلی وکړ

طالبانو د کاناډا د جنګی مأموریت د ختمېدو هرکلی وکړ

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته د یوې اعلامیې په لیږلو سره په افغانستان کی د کاناډایی جنګی مأموریت د ختمېدو د اعلان هرکلی کړی او وایی چی د کاناډا د اولس دغه مسؤلانه چلند د تحسین وړ دی ، او د نورو اشغالګرو هیوادونو اولسونو ته هم بلنه ورکوي ، چې دافغانستان د ناروا او بې نتیجې اشغال په حقیقت ځان پوه کړي ، او خپل حکومتونه له دغه بې هدفه جګړې څخه په لاس اخیستلو مجبور کړي .
قاری یوسف وایی چی د کاناډا اولس باید له خپل حکومت او پوځي مشرانو څخه وپوښتي چې په تیرو لسوکلونو کې یې د بې شمیره ځاني او مالي تلفاتو څخه پرته آیا نور کوم اهداف او ګټې ترلاسه کړې ؟
قاری یوسف دوام ورکوی او وایی چی که ځواب منفي وي ، نو ولې اجازه ورکول کیږي چې یوځل بیا د پوځي روزنې د پروګرام لاندې په بل شکل په افغانستان کې د کاناډا ناروا مداخله دوام پیدا کوي .
اعلامیه په پای وایی چی موږ باور لرو چې د کاناډا د جګړییز مأموریت غوندې د پوځي روزنې په نامه نوی پیل سوی مأموریت به هم د دوی لپاره یوازې زیانونه او ترخې پایلې ولري .