ننګرهار: د علم دښمنانو ښوونځى سوځلى
د ننګرهار چارواکي وايي نامعلومو کسانو د دې ولايت په چپرهار ولسوالي کي د نجونو او هلکانو يو ښوونځى سوځلى دئ.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي رسنيو ته ويلي چي وسله والو د ښوونځي ملازمين تېره شپه تړلي وو او بيا يې ښوونځي ته اور اچولى دئ.
د دې ښوونځي د سوځلو مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستى.