د نړۍ نقشې ته يو بل هيواد ورزيات سو

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 9th, 2011


وروسته له هغه چي تيره شپه شمالي سوډان د جنوبي سوډان خپلواکي ومنله، ملګري ملتونو هم د مځکي په کره کي د يوه بل هيواد د زياتېدو هرکلى وکړ.
په سوډان کي له کلونو راهيسي د جنوبي او شمالي سيمو ترمنځ د طبيعي زيرمو او اوبو پر سره شخړه روانه وه، چي په ٢٠٠٥ کال يې سوله سره وکړه او د روان کال د جنوري په مياشت کي د سوډانيانو ترمنځ ټول پوښتنه وسوه چي بايد جنوبي سوډان د يوه خپلواک هيواد په توګه ومنل سي.

Copyright Larawbar 2007-2024