ننګرهار : ناپېژاندو وسله والو يو ښوونځى سوځلى

عطاالله محمدي | جولای 9th, 2011


تېره شپه شاوخوا ١١:٣٠ ناپېژاندو وسله والو د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د فاطمة الزهرى ښوونځى سوځلى . په دې سوځونه کي د ياد ښوونځي ټولګي او زېرمنتون سوځل سوي .
په سيمه کي چارواکي د يادي پېښي پخلى کوي او وايي چي په دې پېښه کوم چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه يې هم په دې تړاو تر اوسه څوک نيولي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024