فراه: د څلورو ماين پاکانو مړي وموندل سول

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 10th, 2011


د فراه ولايت چارواکي وايي د ډافا د ماين پاکۍ موسسې د ٣٢ تښتول سوو کارکوونکو له جملې څخه د څلورو تنو مړي موندل سوي دي.
دغه کسان درې ورځي دمخه د فراه په بالابلوک ولسوالي کي د کار له ساحې څخه د وسله والو له خوا تښتول سوي وو، چي تر اوسه يې د تښتوني مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستى.

Copyright Larawbar 2007-2024