اوکراين : د عبدالباري جهاني په وياړ ادبي ماښام جوړ سو

د لراوبر اداره | جولای 10th, 2011



د افغانستان د نوميالی شاعر د درناوي په خاطر نن په دوهمه ورځ هم د ادېسه په ښار کي ددوستۍ فرهنګي ټولني لخوا يو ادبي ماښامنۍ غونډه جوړه سوه . په دې غونډه کي چي په سلګونو کسانو برخه اخستې وه په پښتو ، دري ، پشه يې او ازبکي ژبه ويناوي او مقالې او شعرونه واورول سوې . د ټولني مشرتابه ژمنه وکړه چي د ښاغلي جهاني يو کتاب به ددې ټولني لخوا چاپيږي . په دې غونډه کي ښاغلی جهاني د افغانانو تر منځ د يووالي سمبول وبلل سو . په دې ادبي ماښام کي له انګلستان ، هالنډ،بلجيم،جرمني،سويډن او روسيې څخه افغان ليکوالو او دکلتوري ټولنو مشرانو او استازو برخه اخستې وه .



ښاغلي جهاني خپل بېلابېل اشعار وړاندي کړل . په اوکراين کي د عبدالباري جهاني د دوهم ماښام تفصيلي راپور له انځورونو او ويډيو سره وروسته له لراوبره خپريږي .


Copyright Larawbar 2007-2024