کور / شعر / غزل

غزل


دا شمع دا لمبې دا پتنګان سره جوړيږی
دا می ، دغه ساقي او دا رندان سره جوړيږي
بېړۍ دي له ساحله تمعه وشلوي يارانو
دا تندر ، دا اسمان او دا طوفان سره جوړيږي
سنګسار يې دی د حق د لېونو په نوم ليکلی
داکاڼي ، دا منصور او دا باران سره جوړيږي
تر څو مي بېروې د تورو زلفو له تورونو
دا زه دا زولنې او دا زندان سره جوړيږي
زاهد به تر قيامته د ريا پر منبر ناست وي
دا جام ، هغه خلوت او دا شيطان سره جوړيږي
قسمت مي د لمبو پر ګودر لاري دي ايستلي
دا پښې ، دغه تڼاکي دا پيمان سره جوړيږي
ما پرېږده جهاني چي پرهارونه درته ژاړم
دا اوښکي ، دغه سترګي دا ګرېوان سره جوړيږي